تاند- په پیکینګ کې د افغانستان سفیر وايي، چین غواړي چې په خپله خاوره کې افغان امنیتي ځواکونه وروزي.

افغان سفیر جانان موسي زي نن /پنجشنبه/ له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د چین له لوري د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو هدف د دوو هیوادونو د پوځي همکارۍ په لړ کې په افغانستان کې د القاعده او داعش پر ضد مبارزه وبلله.

ښاغلي موسي زي همداراز وویل چې افغانستان له چین څخه غوښتي چې افغان امنیتي ځواکونو ته جنګي هیلي کوپترونه ورکړي.

د ده په وینا چین افغانستان ته د جګړې له میدانه د ټپیانو د لېږدولو لپاره د دوو ترانسپورتي الوتکو د ورکولو ژمنه کړې ده.

موسي زي دا هم وویل چې افغانستان له چین څخه د زغرګاډو او نورو الوتکو غوښتنه هم کړې ده.

د ده په وینا د چین ځواب مثبت و.

په پیکینګ کې د افغانستان سفیر وايي چې د دغو الوتکو د پېلوټانو روزنه مخکې لا په چین کې پیل شوې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي، د چین له دفاع وزارت سره یې د تماس هڅه وکړه خو بریالی نه شو او دې وزارت تراوسه پورې د افغانستان د سفیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

چین د افغانستان له لوري خپلې خاورې ته د سختدریځو د اوښتو له درکه اندېښنه لري.

تر دې وړاندې د هانګ کانګ یوې ورځپاڼې راپور ورکړی و چې چین خپلې پولې ته نژدې د افغانستان په واخان کې د افغان امنیتي او سرحدي ځواکونو لپاره یوه اډه جوړوي خو وروسته د چین دفاع وزارت دا راپور رد کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *