تاند، سه شنبه، د حوت ۲۷مه: ولسمشر غني او د باندنیو چارو وزارت چارواکو تېر ماښام په ارګ کې افغانستان لپاره د چین له سفیر وانګیوو سره کتلي او د کورونا ویروس په ضد مبارزه کې ترې غوښتي چې کابل سره د خپل هېواد تجربې شریکې کړي.

ولسمشر ویلي، افغان حکومت غواړي کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر طبي تجهیزات له خپلې ملي بودجې څخه وپیري او د دغو تجهیزاتو لیست یې هم چمتو کړی دی.

ولسمشر غني ویلي، افغانستان غواړي د چین له تجربو زده کړه وکړي، ترڅو په کرونا اخته ناروغانو د درملنې لپاره د کلینیکونو د دقیقو او سمو ودانیو جوړولو په برخه کې چټک اقدام وکړای شي.

ولسمشر ویلي: (( غواړو په ووهان ښار کې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د چین له کلیدې تجربو هم استفاده وکړو او د ویډیو کنفرانس له لارې به په دغه ښار کې د چین روغتیایي متخصصینو سره وصل شو.))

ښاغلي غني همدا راز ټینګار کړی چې د کورونا له وېرې د سوداګریزو توکو د وارداتو لړۍ به چې کله کله په ټپه درېدلې، له دې وروسته افغانستان ته په عادي ډول دوام ولري او د اوسپنې پټلۍ په شمول باید ټول مسیرونه پرانیستي وي.

په دې لیدنه کې د چین سفیر ولسمشر ته ویلي، د افغانستان له باندنیو چارو وزارت څخه یې یو لیست ترلاسه کړی او هڅه کوي هغه تجهیزات چې د کورونا ویروس مخینوي په خاطر ورته افغانان اړتیا لري، د چین لخوا برابر کړای شي.

هغه زیاته کړه: همدا چې دوباره ارومچي ښار ته الوتنې پیل شي، د افغانستان وړانديز شوي تجهیزات به دغه هیواد ته راولېږدول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *