ارګ، کابل:  جمهوررئیس محمد اشرف غني په اوسنۍ مشترکه بین المللي جګړه کې د بنسټیز شریک له لوري د یوې دوامداره ژمنتیا په توګه  د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت له پرېکړې هرکلی کوي.

جمهور رئیس غنې د متحدو ایالاتو له حکومت څخه د قدردانۍ څرګندولو ترڅنګ وویل: ” پر خپلو پښو د درېدو، پر ترهګرۍ د بریالي کېدو، له دغې شومې پدیدې څخه د سیمې هېوادونو ژغورلو او خطرونو لمنځه وړلو په برخه کې د افغان حکومت له هڅو  د امریکا د جمهوررئیس ټرمپ او  د خلکو  له ملاتړ  څخه مننه کوم. “

دغه نوي ستراتیژي، به د غوڅ ملاتړ ماموریت ظرفیت لوړ کړي، د دغې ستراتیژۍ مشخص ټینګار د افغان هوایي ځواک پر پیاوړې کولو، د افغان ځانګړو ځواکونو د کمیت پر لوړولو او د ناټو سازمان پر پیاوړې کولو دی څو د افغانستان ملي امنیتي او  دفاعي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړي او له هغوی ملاتړ وکړي.

دغه اعلان، د هغه حمایویي بستې یوه برخه ده، چې تمرکز یې د بیوزلۍ پر لمنځه وړلو، اقتصادي پانګونې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر غوره تجهیز دی، څو افغانان د ثبات او پر خپل ځان د بساینې موخو ته ورسېږي. افغان حکومت دا لومړیتوب ګڼي چې د اصلاحاتو بهیر ګړندۍ کړي، له اداري فساد سره مبارزه وکړي، موثریت، روڼتیا، او د قانون حاکمنیت غښتلی کړي.

د ثبات تامین په برخه کې به دغه ستراتیژي د سیمې هېوادونو ته د دې زمینه برابره کړي څو د ګډو هلو ځلو له لارې د سولې او نیکمرغۍ په برخه کې ګډې موخې ترلاسه کړي. همداراز، یاده ستراتیژي د سیمې هېوادونو لپاره هغه لاره وړاندې کوي چې د غیر دولتي عناصرو له ملاتړه لاس واخلي.

جمهوررئیس غني وویل: زموږ مشارکت تر بل هر وخت غښتلی دی، څو د ترهګرۍ د ګواښونو پر وړاندې، چې موږ ټول ورسره لاس او ګریوان یوو، بریالي شو. زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ځواک باید طالبانو او نورو ته روښانه کړي، چې هغوی له پوځي لارې نشي بریالي کېدای. د سولې هدف، لوړ دی. سوله زموږ لومړیتوب دی.

د افغانستان حکومت د متحده ایالاتونو د دغه  تازه تاکید څخه چې د افغانستان امنیت د دغه سیمه ییزې بستې یوه لویه برخه بولي هرکلی کوي. دغه ستراتیژي د کابل پروسې په ګډون د افغان دولت هغه نوښتونه  پیاوړې کوي، چې موخه یې په ګډه د سیمې هېوادونو امنیتی مسوولیت ادا کول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *