تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: دفاع وزارت ادعا کړې ده چې افغانستان لپاره یې د داعش تروریستي شبکې د مطبوعاتو عمومي مسوول وژلی دی.
تاند ته د دفاع وزارت لخوا په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې حسن پنجابی یې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې له منځه وړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې حسن پنجابی د پاکستان اوسېدونکی او د داعش شبکې لپاره یې نه یوازط په ټولنیزو رسنیو کې جلب و جذب کاوه بلکې د دوی رسنیزې چارې یې هم پر مخ بیولې.
دا په داسې حال کې ده چې ملي امنیت ځواکونو هم تېره شپه د کابل خیرخانه کې په یو کور کې مېشتو دریو پاکستاني داعشیانو باندې عملیات کړي چې دوه نارینه وژل شوي او یوه ښځینه پاکستانۍ یې په ټپي حالت کې نیولې ده.
داسې ویل کېږي چې پاکستاني استخباراتو د طالبانو د پروژې له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان د نارامه ساتلو لپاره داعش ډله باندې کار پيل کړی او دا یې یوه مصنوعي داعشي تروریستي ډله ده چې ټول د پاکستان اهداف تعقیبوي.