601st Special Forces Group soldiers

تاند، شنبه، د قوس ۹مه: د چیک جمهوریت د دفاع وزیر لوبومر متنار په باګرام کې د خپلو ځواکونو د لیدنې پر مهال ویلي چې راتلونکې مارچ میاشت کې به یې په افغانستان کې د پوځیانو د ماموریت دوره ختمه شي.

ښاغلي متنار ویلي، له دې وروسته به یې ځواکونه د باګرام هوايي ډګر د امنیت له ساتلو څخه ووځي او د افغان سرتېرو د روزنې تر څنګ به دغه  هېواد ته د خپلو پوځي جراحانو استولو ته مخه کړي.

 چیک جمهوریت له شپږو کلونو راهیسې د باګرام هوايي ډګر د امنیت مسوولیت پر غاړه درلود او اوس مهال په افغانستان کې ټول ۲۵۰ سرتېري لري چې ۱۷۰ سرتېري یې د باګرام هوايي ډګر ساتي  او ۹ سرتېري یې تر دې دمه په افغانستان کې وژل شوي دي.

چیکي ځواکونه همدا راز د کابل په شاوخوا کې هم ځینې عملیاتونه ترسره کوي.

دا هېواد د ناټو سازمان د امنیتي تړون له  مخې په افغانستان کې خپل سرتېري ساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *