تاند- افغانستان د معلوماتو د حق د قوانینو له پلوه د نړۍ په ۱۲۳ هیوادونو کې لومړی مقام لري.

د «اروپا د قانون، ولسواکۍ او بشري حقونو د مرکز» په کالني لیست کې افغانستان د معلوماتو د حصول په برخه کې لومړی راغلی دی.

دا مرکز د نړۍ په بېلابېلو برخو کې معلوماتو ته د رسېدو په اړه هیوادونو ته پاینټونه ورکوي چې تر ټولو ډېر یې ۱۵۰ دي.

افغانستان ته له ۱۵۰ پاینټونو څخه ۱۳۹ ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي قانون په ۲۰۱۴ م کال تصویب شو.

په ۲۰۱۶ م کال افغانستان په نړۍ کې ۶۸ ځای درلود.

اوس له افغانستانه وروسته مکسیکو په ۱۳۶ دوهم، سربیا په ۱۳۵ درېم او سریلانکا په ۱۳۱ پاینټونو څلورم مقام لري.

د قانون او دیموکراسي د مرکز اجراییه ريیس ټابي میندل، لومړي ځای ته د افغانستان رسېدا وستایله ویې ویل«دا خورا لوی پرمختګ دی چې افغانستان معلوماتو ته د لاسرسي ډېر پیاوړی قانون تصویب کړ، بې له شکه تطبیق یې تل له ستونزو سره مل وي، خو دا قانون لږترلږه دې هیواد ته دا امکان برابروي چې ولس یې له دولتي ادارو او چارواکو څخه معلومات ترلاسه کړای شي.»

د افغانستان حکومت وايي چې ولس او رسنۍ حق لري چې معلومات ترلاسه کړي خو دا په داسې حال کې ده چې افغان رسنۍ لا هم دولتي چارواکي په دې ملامتوي چې معلومات ورسره نه شریکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *