تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره له نژدې درو کلونو وروسته پر کونړ د پاکستان د توغندويي بریدونو په وړاندې ملګروملتو ته رسمي شکایت کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد شکېب مستغني نن /دوشنبه/ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني به دا مسله د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ ۶۸ غونډې ته په وینا کې راپورته کړي.

مستغني دا هم وویل چې د باندنیو چارو وزیر ښاغلی عثماني به د نړیوالې ټولنې پام د ډیورنډ کرښې له پوري غاړې څخه د روانو سرغړونو لور ته هم راواړوي.

پاکستان په وروستیو څو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ۳۵۰ کیلومتره کنده کیندلې او لا هم دې کار ته دوام ورکوي. همداراز د پاکستان پوځ له تېرو نژدې درو کلونو راهیسي پر کونړ ولایت د درنو وسلو ډزې کوي چې له کبله یې په افغانستان کې په زرګونو خلک بې ځایه شوي، په لسګونو تنه وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې پر کونړ لږ ترلږه ۵ زره توغندي لګېدلي دي.

One thought on “افغانستان ملګروملتو ته د پاکستان پر توغندويي بریدونو شکایت کوي”
  1. داکنده يي دځان دشخولو په خاطر ويستلی ده،کنه په نړی کی سمټی ديوالونه ونړيدل کند خولا څکه وی داپنجابيان دځان لپاره قبرونه جوړوی اوبس زوريي په کنده کشلو ورسيده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *