افغانستان نن د ۲۰۱۹ نړیوال جام لوبو کې خپله پنځمه سیالي د انګلستان له لوبډلې سره کوي.

دا به په مانچسټر کې د سږني نړیوال جام ۲۴مه او د افغانستان ۵مه لوبه وي چې نن ماسپښین د افغانستان په وخت دوه بجې به پیل شي.

انګلستان سږني نړیوال جام کې ۴ لوبې کړې دي یوه یې بایللې او شپږ پواینټونه لري، له دې کبله د جدول په څلورم ځای کې نوم لري.

 بلخوا افغانستان څلور لوبې کړي او څلور واړه یې په بد حالت کې بایللې دي.

 د افغانستان لوبډلمشر او لوبغاړي وايي، د لوبو بایللو علت یې دا دی چې دوی د اروپا له میدانونو سره نا اشنا دي او هغه لوبډلې چې دوی ورسره مخامخ کېږي، تر دې وړاندې یې ورسره یو ورځنۍ لوبې هم نه دي کړي.

تمه ده چې نننۍ لوبې ته ولسمشر غني او له هغه سره انګلستان ته تللی پلاوی هم ورشي.

له میدانه خبرونه دا دي چې لوبغاړو له پرون راهیسې ښه تمرینات پیل کړي دي  او له ولسمشر سره د تللي پلاوي غړي یو په یو لوبغاړو سره ناست دي تر څو معلومه کړي چې دوی د کومې ستونزې له کبله پرله پسې لوبې وبایللې؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *