تاند – افغانستان نن د اګست په ۱۸مه د خپلې خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۷مه کلیزه ولمانځله. دغه ورځ د ۱۹۱۹ کال د راولپنډۍ د تړون د لاسلیک په یاد، چې د افغانانو او برتانوي یرغلګرو تر منځ لاسلیک شو، لمانځل کیږي.
په هغې غونډه کې چې نن د جمهوري ریاست په ارګ کې جوړه شوې وه د جمهور رییس اشرف غني په شمول بېلابېلو حکومتي او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.
جمهور رییس غنی په خپله وینا کې د هېواد د امنیتي ځواکونو قربانۍ وستایلې او د داعش په شمول د یاغي اورپکو د ماتولو له پاره یې خپل تعهد بیا تکرار کړ.
که څه هم چې افغانستان هېڅکله د برتانوي امپراتورۍ برخه نه دی ګرخېدلی، خو دغه هېواد په خپلو بهرنیو اړیکو باندې د برتانوي استعمار له تسلط څخه د غازي امان الله خان (رح) په مشرۍ په ۱۹۱۹ کال ازادي واخیستله او افغانستان بیا واک ترلاسه کړ چې له نورو هېوادونو سره خپلې بهرنۍ اړیکې پخپله خوښه وپالي.