تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن یو ځل بیا له نامیبیا سره په یوه ورځنۍ مسابقه کې مخامخ کېږي.

د افغانستان ملي لوبډلې د تېرې جمعې په ورځ نامیبیا ته په ۱۹۰ منډو په داسي حال کې ماتې ورکړه چې یوازې یې څلور لوبغاړي سوځېدلي ول.

افغانستان ټولټال ۲۸۹ منډې جوړې کړې وې.

تر دې مخکې د تېرې د افغانستان ملي لوبډلې په څلور ورځنۍ سیالۍ کې، چې د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېده، نامیبیا ته په لسو ویکټونو مارته ورکړې وه.

د افغانستان او نامیبیا ترمنځ نننۍ  یو ورځنۍ مسابقه به هم د نامیبیا په ویندهوک ښار کې کېږي.

ټاکل شوې ده چې افغان ټیم د اګست په اوولسمه د نیپال له ملي لوبډلې سره په سینګاپور کې مخامخ شي.

د سپټمبر او نومبر په میاشتو کې به افغان لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د کینیا او کاناډا له ټیمونو سره مسابقې وکړي.

د افغانستان ملي ټیم له سریلانکا او پاکستان سره هم مسابقو ته تیاري نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *