مجيد ژړاند – 
د روان کال دسلواغې میاشتې په  28مه نېټه چې د 2016_02_16  نېټې سره برابره وه، ماسپښين دوه نيمې بجې  د افغانستان نوين څېړنیز مرکز د اونۍ د ریسرچ او څېړنې  غونډه پيل شوه.
د غونډې  پيل د عزیزالله له لوري د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وکړ، چې ورپسې نېغ د غونډې اجندا  ګډونوالو ته وړاندې شوه.
 دافغانستان نوين مطالعاتي مرکز ریس ډاکتر عبدالله هيواد د ازاد بلوچستان   په اړه خورا ګټورې خبرې وکړې، نوموړي وويل بلوچستان چې ستر سوداګريز اهميت لري، نو باید د بلوڅو جنګياليو د پيل شوې مبارزې ملاتړ  وشي.
پاکستان سامراجي فوځ تل د بلوڅو مشران، ځوانان ښځې په شهادت رسولې دي، تر څو په بلوڅو مبارزينو کې د ازادۍ بهيدونکې وينه ودروي، خو د سامراجي فوځ له ظلمونو سره، سره  د بلوچستان د ازادۍ لارویان خپل منزل ته رسېدونکي دي، دوی مبارزې او قربانۍ به د بلوچستان  د ازادۍ لامل ګرځي.
ښاغلي ډاکتر عبدالله هيواد د ګوادر بندر په اهميت او اقتصادي بعدونو باندې هم خورا خوندورې خبرې وکړې، نوموړي  د نړۍ مهم او ستر بندر چې د ازاد بلوچستان يوه مهمه تکيه ګاه شمېرل کېږي، دبلوچستان دغه بندر چې جنوب لويديځ لور ته د عربو بحيرې سره نژدې پروت دی، د یاد بندر ساختمان د کمپکس ه وسیله د 500 چينايي انجنيرانو او مسلکي کارپوهانو له لوري په 2010 او 2050 زيږديز  په ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
د بلوڅو ازادي غوښتونکو خپلواکي او له خپلو طبيعي منابعو څخه د استفادې لپاره د ازادۍ په جګړه لګيا دي، خو ډېر کله د پاکستاني فوځيانو له لوري په بلوڅو مبارزينو بريدونه کېږي، چې د  له بشري او اسلامي حقوقو څخه څرګنده سرغړونه ده.
افغانستان نوين مطالعاتي او څېړنيز مرکز چې د 1394ل کا د کب په میاشت کې په فعاليت پيل کړی دی،  له پیله بیا تر اوسه د هيواد په ټولو سرحدونو او ګاونډيو هيوادو ته د روانو اوبو  په اړه د مسلکي او علمي کدرونو له لوري ریسرچ او څېړنه کېږي، چې په ياده موده کې يې زیات پرمختګونه کړي دي.
په  دغه مطالعاتي مرکز کې  د پوهنتون په استادانو سربېره زيات شمېر ځوانان هم په ځان راټول کړي دي، تر څو د هيواد په سرحدونو او  د بهيدونکو اوبو په اړه اغېزمن ريسرچ وکړي.
افغانستان نوين مرکز يواځنی څېړنيز ځای دی، چې  په ډيورنډ سربېره د هيواد له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره په سرحدي سیمو  منظمه څېړنه کوي او هرې اونۍ په پای کې د پنجشنبې په ماسپښين د اونۍ د تر سره شوي ريسرچ په اړه د ياد مطالعاتي مرکز په کارکوونکو سربېره د پوهنتون محصلين، مدني فعالان هم د اونۍ په تحقيقي غونډه کې برخه اخلي. 
4 thoughts on “افغانستان نوين مطالعاتي مرکز تحقيقي غونډه”
  1. افغانستان نوين څيړنيز مرکز دي الله لري، چې د هيواد په سرحدونو او اوبو ریسرچ کوي، دولت ته په کار دی چې له همدې خلکو څخه ګټه واخلي د ډيورنډ تپل شوی کرښه باید له منځه يووړل شي تر څو چی موږ د خپلی ادعاوو د ثبوت لپاره علمي او موثق اسناد وانه چوو، تر هغو پوری موږ نه ډيورنډ خپلولی شو او نه خپلی اوبه له ګاونډيو هيوادونو څخه ګرځولی شو.
    ددغه څيړنيز مرکز مشر دي اباده وي چې په مالی ملاتړ يی علمي او مسلکي کدرونه راټول کړي دی دوی تحقیق او ریسرچ کوي تر څو په راتلونکی کې هم زموږ حکومت له ورته فرصتونه څخه ګټه واخلی پرون په سیند کې د شوي بريد په غبرګون کي د تورخم لاره تړل شوي موږ څومره بی وسه او بيوزله يوو.

  2. د پاکستان وارخطايي هم ددې ګواهي ورکوي، چې بلوچستان او پښتونستان دواړه به د دوی له استعمار څخه وځي، نو ځکه کله د تورخم باډر بندوي او کله بیا ډيورنډ لاين ته څېرمه د پښتنو په کورونو يرغل کوي او د ترهګرو په نوم يې په شهادت رسوي او يا يې زندانونو پوري رسوي.
    محکوم بلوچستان کې خو موږ د ټولو وحشتونو ليدونکي يو، چې هيڅوک يې د بیانولو جرات نه لري. همدغه حرکتونه زما په نظر ډېر مثبت او اغېزمن تمامېدلای شي.

  3. زموږ د مرګ او ژوند فیصلی پکستان کوي خاوره یی هم نيولی ده نه مو په مورنۍ خاوره کې په قرار پريږدي
    او نه مو هم په محکومه پښتونخوا کې يی زموږ وروڼه په قرار پرېږدي، ترهګرو په تور يې وژلي دي، په ترهګرو يې وژلي دی تر هغو چې په هيواد کې افغانان سره يو موټی نه شي علمي او موثق اسناد راټول نه کړای شي تر هغو موږ پرمختګ نه شو کولای موږ چی کومه دعوه کوو باید لاسوندونه ولرو تر څو نړيواله ټولنه قانع کړای شي، ملګرو ملتونو ته عارض نه شو تر هغو موږ نه شو کولای چی دعوه وګټو همداسی تحقيقي غونډې او پروګرامونه به مو له ډېرو شيانو خبر کړي.
    محمد انور اندړ غزني ښار

  4. تحقيقي مرکز
    ددغه ډول علمي مرکزونو يوه ښېګڼه داده، چې ټول کړنې او کارونه يې په استدلال وي، ددغه ډول علمي مرکزونو ډېرښت او پایښت مهم دی، واقعا په لوستلو مې زړ ه باغ ، باغ شو، انشاالله چې په راتلونکې کې به تورمخی دښمن تر دې هم تور مخی وي.
    لا به ډېر ګلونه وا شي په دې باغ کې
    د ګلزار د غوړېدلو يې اغاز دی.
    د افغانستان نوين د پایښت په هيله
    احسان الله غزنيوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *