نېټه: ۱۳۹۶/۱۰/۲ 

مجيد ژړاند

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز د اونيزو ناستو په دوام د روان لمريز د لېندۍ په دېرشمه اونيزه تحقيقي ناسته وکړه او د غونډې پيل د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وشو.

ورپسې د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز ریس استاد پوهنمل خير الاحد غوري د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د د تحقيقي مرکز په لاسته راوړنو او تر سره شویو فعاليتونو په تړاو لنډې خبرې وکړې، نوموړي د اوبو په اړه خورا ځينې مهمې او شمېرلې خبرې وکړې، نوموړي په خبره چې افغانستان اوس مهال ۴۹ ميليارده مترمکعب اوبه لري، افغان دولت باید ګاونډيو هيوادونو ته د بهيدونکو اوبو په اړه لازم غور وکړي، موږ د همدې موخې لپاره په يوه منظمه ستراتيژۍ کار کوو، تر څو افغان دولت له ګاونډیو هيوادونو سره د اوبو مهارولو لپاره يو څه په لاس کې ولري، له نېکه مرغه افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز تکړه او مجرب محققين لري او زموږ تحقيقي مرکزډېر دسې اسناد لاس ته راوړي چې پر مټ د اوبو د مهارولو پلان عملي کېدای شي.

وروسته اغلې نبيله رحيمي د ګلد اسمیټ ننکينه حکميت په تړاو د غونډې برخه والو ته مالومات وړاندې کړل، اغلې رحيمي په خپلو خبرو کې د ګلد اسميټ د پېژندنې او هغه فعاليتونو په اړه خبرې وکړې، چې ګلد اسميت د ايران د په ګټه سرته رسولي دي،  همدارنګه د ګلد اسميت د ننګينه حکميت او افغانستان سره تړلو مسایلو هم خبرې وکړې، غونډې برخه والو هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د ګلډ اسميت د ننګينه حکميت په تړاو خپل نظرونه څرګند

وروسته تحقيقي غونډه و ارزول شوه او د دعايې په کولو سره يې پای وموند.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *