تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام د تیاریو په لړ کې د کرکټ د تېرو اتلولیو له اتل هند سره مسابقه وکړي.
د افغانستان او هند ټیمونه به کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په درشل کې د فبرورۍ په لسمه د استرالیا په (Adelaide Oval) کې مخامخ شي.
د کرکټ د نړیوالې شورا له هغه جدول سره سم، چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ، د فبرورۍ له اتمې تر ۱۳ مې پوري به د استرالیا او نیوزیلنډ په میدانونو کې د تیاري یا تمرین لپاره ۱۴ مسابقې وشي.
دا مسابقه غیر رسمي دي او نړیوالې یو ورځینۍ لوبې نه ګڼل کېږي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم، چې اوس په دوبۍ کې د امارتو له ټیم سره څلور یو ورځینۍ مسابقې کوي، د فبرورۍ په دیارلسمه بیا د تیاریو په لړ کې له امارتي ټیم سره مخامخ کېږي. د دوی دا مسابقه به د استرالیا په ملبرن کې وي.
افغانستان یو له څلورو ټیمونو څخه دی چې د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام ته بریالی شوی دی. د افغانستان ترڅنګ متحده عربي امارات، سکاټلنډ او آیرلنډ هم د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې لوبېدو ته غوره شوي دي.
اوس د اماراتو ۴ لوبغاړي سوځېدلي، ۴۶ اور روان دی او ۲۳۹ منډې یې جوړې کړي دي.