تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان او ایران غواړي چې په خپل منځ کې څو اړخیزې موافقې لاسلیک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسي زي نن وویل:«تهران او کابل په پام کې لري چې ډېر ژر په خپل منځ کې امنیتي، اقتصادي، کلتوري او سیاسي موافقې لاسلیک کړي.»

د موسي زي په وینا د افغانستان او ایران اړیکې په تېرو لسو کلونو خورا ښې شوي او تهران ته د ولسمشر کرزي وروستي سفر د دوو هیوادونو اړیکې نورې هم ژورې او ټینګې کړې.

کرزی هند ته تر تګ مخکې تېره اوونۍ تهران ته د یوې ورځې په مخه لاړ، له خپل ایراني ساري حسن روحاني سره یې د کابل – او تهران د هراړخیزو همکاریو او دوستۍ د تړون د لاسلیکولو لپاره په تیاري نیولو سلا وکړه.

کرزي د ایران د یو ورځني سفر په لړ کې له یو شمېر نورو جګپوړو ایراني چارواکو سره هم ولیدل او د کابل او تهران د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او د سیمې د وروستیو پرمختیاوو په اړه یې خبرې وکړې.

ایران په ځلونو د افغانستان او امریکا له دوه اوخیز امنیتي تړون سره مخالفت کړی خو په عین حال کې چې له کابل سره ښې اړیکې پالي د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو ته یې مرستې جاري ساتلي دي.

د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو د چارواکو په وینا ایران نه یوازې د افغانستان پولې ته نژدې د طالبانو د روزنې مرکزونه فعاله ساتلي بلکې اوس یې په خپلو ښاري سیمو کې هم د طالبانو د روزنې مرکزونه فعاله کړي دي.

د فراه د والي مرستیال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، مخکې دا مرکزونه د افغانستان سرحد ته نژدې وو، خو اوس یې امنو سیمو لکه یزد او کرمان ته انتقال کړي دي.

محمد یونس رسولي وایې، ایران له کلونو راهیسې هڅه کوي د افغانستان په لویدیځ کې امنیت ګډوډ کړي او د دې لپاره د دولت له وسله والو مخالفانو سره مرسته کوي: «له مخالفانو سره د وسلو او روزنې په برخه کې مرسته کوي. دوی ته د جګړې تریننګ ورکوي .په خپله په ایران کې د روزنې ځایونه ورته لري. مخکې دا روزنیز مرکزونه سرحد ته نژدې د سپیدابه او نی بندان په نامه سیمو کې وو، خو اوس یې دا مرکزونه امنو سیمو لکه کرمان او یزد ته وړي دي.”

په همدې حال کې تېره اوونۍ په مشرانو جرګه کې د فراه استازي ګل احمد اعظمي وویل چې ایران د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو په نا امنه کولو کې فعاله ونډه لري.

د ښاغلي اعظمي په وینا لکه څرنګه چې پاکستان د افغانستان په جنوب او ختیځو سیمو کې نا امني جوړوي، ایران ورته فعالیتونه د هیواد په لویدیځ کې کوي.

تر دې لږ مخکې تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جېمز ډابینز د کانګریس یوې استماعیه غونډې ته وویل چې ایران د افغانستان په وړاندې دوه ګونې لوبه کوي.

جیمز ډابینز وایي، تهران هم د افغانستان له حکومت څخه ملاتړ کوي او هم د حکومت له وسله والو مخالفانو سره مرسته کوي.

ښاغلي ډابینز د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو  کمیټې ته په دې اړه وویل:

“ایران د دې لپاره دا کار نه کوي چې طالبان یې خوښیږي، ایران له هغوی کرکه لري. دا له امریکا سره د ایران د سیالۍ یوه برخه ده او غواړي امریکا وپوهوي، چې که چیرته له ایران سره په کومه پوځي شخړه کې داخلیږي، دغه هېواد هم کولای شي چې د خپل مټ زور ورښکاره کړي.”

ښاغلي ډابینز د ایران دا کار له یو داسې قمار سره تشبې کړی چې په وینا یې دې هېواد ته ګټه نه رسوي.

2 thoughts on “افغانستان وايي، له ایران سره څو اړخیزې موافقې لاسلیکوي”
  1. مونږ له ایران سره لا له پخوا دوه اړخیزی او څو اړخیزی موافقی لرو. له سعداباده را نیولی ، تر سرحدی ، هلمند اوبو، سوداګریزی او ترانزیت، د بندیانو تبادلی او په لسګونو داسی نوری موافقتنامی او تړونونه د محمدظاهرشاه، محمد داود خان او د حامد کرزی په دولس کلنه دوره کی پورتنی تړونونه لاسلیک شویدی. خو کله کله هغوی دا تړونونه ندی عملی کړی. د ایت الله خمینی په وخت کی دوی نه شرق او نه غرب په افغانستان کی اسلامی جمهوریت خپله مستقیما مداخله وه . اوس د خمینی د کمک رسولو کمیټه په مستقیم ډول سره زمونږ شیعه ورونه تر حمایت لاندی نیسی او هغوی لمسوی. د لسګونو تلویزیونونو لګښت برابرول ، په دریمه کارته کی د محسنی شیعه خانه ، دعاشورا ماتم او مزاحمتونه د ایران له خوا تمویل کیږی. په نیمروز کی د هلمند د اوبو جریان په مقابل کی خنډونه او مخکی له دی چی سیند د دوی هیواد ته ورشی ، یوه زیاته برخه اوبه د ایرانی لوری له خوا د واټرپمپ پواسطه دوی خپلی خواته پورته کوی. په اسلامی قلعه کی سرحدی صفری سیمه دوی نیولی او تقریبا دوه سوه متره را واړندی شوی دی. د هرات ولایت د کوهسان ولسوالی سیمه کی د هریرود سیند د انحراف په نتیجه کی زمونږ د خلکو سګونه جریبه مځکه د ایران لوری ته پاته او دوی نه پریږدی چی هلته مونږ خپل استنادی بندونه جوړ کړو ترڅو نوره مځکه ت هریرود له خوا تخریب نه شی.
    طالبانو ته په مستقیم ډول وسلی د ایران له لوری ورسیږی. په سرحدی ساحو کی زمونږ پر هغو هیواد والو چی ایران او یا نورو هیوادونو خواته بی قانونه اوړی د دوی د سرحدی پولیسو له خوا ډزی کیږی او هر وخت د مرګ ژوبلی سبب کیږی او دوی یی ځګیروی او نالښت نه خوند اخلی. چی دا کار د ښه ګاونډیتوب او اسلامی وروولی خلاف عمل دی . څنګه کیدای شی چی په غربی او کفری هیوادونو کی مهاجرو ته پناه ورکول کیږی ، هغوی تداوی کیږی او درس او تعلیم ورته ښودل کیږی ، مګر دا زمونږ ګاونډی هیواد مهاجر وژنی ، د قاچاق په تور یی اعداموی او د بدن غړی یی تری اخلی او بیایی جنازی هم پر مونږ پلوری. افغانانو ته د ښوونځی تلل خو یو جرم دی. په بسونو کی ختل ګناه ده په پارکونو کی د نوی کال په مراسمو کی د افغانانو شرکت ممنوع دی. له نورو هیوادونو سره ویزه مجانی ده مګر ایران نه تنها ډیرری قیمته ویزی پر مونږ خرڅوی بلګه د آسمان اوهما د الوتکو دوه طرفه ټکت هم جبری دی. داسی نور په سلګونو سرغړونی ، مداخلی ، بی احترامی او بی عزتی د دوی له لوری شته . که لږ غوصه ورشی نو سمدستی تیل ، ګاز او تجارتی مالونه او لاری بندوی، مهاجر په سره ژمی کی په اصطلاح رد مرز کوی. داسی کسان او کورنۍ شته چی اولادونه یی هلته په ایران کی پاته وی او مور وپلار یی افغانستان ته را ردمرز کوی. دا ټولی ګیلی د ایران له اسلامی جمهوریته کیږی.ممکن د ایران ولس له افغانانو سره همدردی ولری. مګر د ایران رسمی مقامات افغانستان یو اشغال شوی هیواد بولی ، مګر په بین المللی ساحه کی دوی د افغانستان بیرغ نه وینی ؟ دوی افغانانو ته افاغنه یعنی د یهودانو یوه قبیله وایی چی دا اصطلاح نه تنها توهین آمیزه ، بلکی د یوه مسلمان له خوا بل مسلمان ته د کافر خطاب کول خپله لویه ګناه ده.
    که چیری زمونږ مقامات غواړی د خپلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران یې د هراړخیزو همکاریو او دوستۍ د تړون چمتو کولو ته وګوماری ، پورتنیو مواردو ته باید جدی پاملرنه وشی . له خبرو عمل ته را ووځی او د اقتصادی همکاریو د شورا ، د اسلامی هیوادونو کنفرانس، ملګرو ملتونو د منشور او یو بل ته د متقابل درناوی او نه مداخلی اساسات او نوری بین المللی موافقتنامی په کلکه ومنی او رعایت یی کړی. حسن خان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *