تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان او ترکیه د هغو ځایونو په توګه یاد کړل چې  په هغو کې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې کېدای شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسي زي نن وویل چې د افغانستان حکومت تیار دی چې له هیواده دباندې د سولې خبرې وکړي خو دا خبرې باید د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ وي.

ده دا هم وویل چې د افغانستان او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د طالبانو نوی دفتر باید یا په سعودي عربستان کې وي او یا هم په ترکیه کې پرانستل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په عین حال کې وویل چې د افغانستان حکومت به د طالبانو او د سولې د عالي شورا ترمنځ خبري په جدیت تعقیب کړي.

څو میاشتې پخوا د افغانستان ولسمشر حامد کرزي قطر له طالبانو سره د خبرو یوازینی مناسب ځای بللی و. خو کله چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شو د افغانستان دولت د هغه د پرانستنې پر څرنګوالي اعتراض وکړ او اوس داسي ښکاري چې افغانستان په قطر کې د سولې د بهیر ګرد سره مخالف وي.

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د طالبانو د دفتر د پرانستلو په مراسمو کې ګډون کړی و. په دغو مراسمو کې طالبانو د یوه جلا دولت په شان خپل بیرغ او د اسلامي امارت لوحه پر دفتر ولګول.

د ترکیې د اناتوليا خبري اژانس د راپور له مخې په سعودي او یا ترکیه کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو او د سولې له عالي شورا سره د خبرو په اړه د طالبانو ویندوی وویل چې دوی تراوسه پوري د افغانستان د حکومت د دې وړاندیز په اړه پرېکړه نه ده کړې.

اژانس زیاتوي: ذبیح الله مجاهد دې ته په اشارې چې طالبان له دوو یادو شویو هیوادونو سره کومه ستونزه نه لري، وویل، د طالبانو د مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په لنډ وخت کې د خپل هیواد د سولې په بهیر کې د چټکتیا راوستلو او د پاکستان د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره اسلام اباد ته ځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *