کرکټ بورډ – افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله وروستۍ نړیواله یو ورځینۍ سیالي له ایرلنډ ملي لوبډلې څخه په ستر توپیر وګټله.

د سکاټلنډ او ایرلنډ هیوادونو پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه، چې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې وشوه، د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په بریا پای ته ورسیده.

د لوبې پچه د ایرلنډ ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او افغان کرکټ ملي لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان ملي لوبغاړو په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۴۶ منډې جوړې او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې ته یې د ۲۴۷ منډو هدف ورکړ. د ملي لوبغاړو توپوهونکو له لوري نجیب الله ځدراڼ ۸۳، سمیع الله شینواري ۵۰ او اصغر ستانکزي ۴۴ منډې جوړې کړې.

ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۴۴ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۵ منډې جوړې او سیالي یې د افغان لوبغاړو په ګټه پای ته ورسوله.

د افغانستان ملي لوبډلې توپ اچونکو له لوري حامد حسن د سیالې لوبډلې درې، میرویس اشرف دوه او آفتاب عالم هم دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو ته د ایرلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د هیواد ملي لوبډلې د بریا مبارکي ووییله. نوموړي ووییل چې افغان ملي لوبډله د را روانو نړیوالو سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی لري او هر لوبغاړی له پوره تعهد او چمتووالي سره د نړیوال جام تر درشله بریالي مزل ته چمتو دی.

د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی هم ټولو هیوادوالو ته ددغې سترې بریا مبارکي ووییله او زیاته یې کړه چې ټول لوبغاړي د زړه له کومې لوبه ترسره کوي او له روحي اړخه یې مورال خورا لوړ دی. نوموړی وایي چې په نړیوال جام سیالیو کې د ملي لوبډلې ونډه به هیوادوالو ته د خوشحالۍ ډیری زیري راوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *