د ولسمشر غني په غیرعادي نوښتیزو پرېکړو کې یوه پرېکړه د یمن د حوثي یاغیانو په مقابل کې د سعودي د موقف ملاتړ دی. دا پرېکړه که لو یوې خوا افغانستان له یوې تاریخي سیاسي انزوا څخه را وباسي، خو له بل اړخه یې سنجول شوی قیمت هم دومره دروند نه معلومېږي چې موږ دې ورڅخه و وېرېږو. د دې پرېکړې تر ټولو غټ مثبت خصلت دا دی چې زموږ د بهرني سیاست په برخه کې د روښانتیا یو څراغ بلوي او موږ له دفاعي، التجائي او سلبي سیاست څخه فعال او خوځند بهرني سیاست ته بیایي.
تاریخي دلیل:
د افغانستان د تاریخ په دوران کې که د بې طرفۍ سیاست ناکام شوی، او معنا یې دا وه چې د دواړو لوریو له لوریېنې د برخمنتیا پر ځای له دواړو محروم شوي یو، نو د شمالي ګاونډي د طرفدارۍ په لوبه کې مو هم هیڅکله ګټه نه ده کړې. د وږیو مېلمه به هم وږی وي.
بالعکس، کومو هېوادونو چې د لویې لوبې، نړیوالو جګړو، او بیا سړې جګړې پر مهال طرف نیولی، اوس له اټومونو، او پرمختګونو برخمن دي. موږ چې هلته مو له ځانه شیخه پیشو جوړه کړې وه، بې طرفي را ته د انزوا او وروسته وروسته د بې شرفۍ په قیمت تمامه شوه.
مذهبي او کلتوري دلیل:
زموږ مذهبي او کلتوري هویت تل له سعودي او جنوبي ګاونډیو سره تړلی و، خو سیاسي هویت مو تل ورسره په ټکر کې و. همدا لامل وو چې ولس مو په یوه او حکومت مو په بله روان و. عربي نړۍ ته مو کاریګر د پاکستان په پاسپورټونو تلل، او هلته مو نسل د پاکستاني په نامه شهرت پیدا کړ. د سالمې راکړې ورکړې په نه شتون کې عربانو له موږ سره ناسالمه او تخریبي راکړه ورکړه پيل کړه، دلته یې په تروریزم او افراطیت پانګونه وکړه او ثمره یې دا شوه چې وینو یې. موږ په دې لحاظ د هویت د بحران ښکار و. زموږ شیعه وروڼو ته په ټول احترام، افغانستان یو سني هېواد دی. دا هویت یې باید د ملي ګټو په رڼا کې همداسې تثبیت شي، خو له شیعه مذهبي غیرسیاسي مراجعو سره زموږ د شیعه وروڼو مذهبي اړیکو ته هم بشپړ درناوی وشي. موږ باید خپل ورک مذهبي هویت وټاکو. له بله اړخه، پر سعودي برید پر حرمینو برید دی، چې د هیڅ مسلمان لپاره هم د زغم وړ نه دی. حرمین د سني او شیعه دواړو لپاره سپېڅلي دي او دواړه یې دفاع کوي. دا چې حوثي قبایلو او حزب الله ډلې لا له وړاندې د حرمینو د فتح کولو اراده څرګنده کړې ده، موږ نه یواځې دا چې د خپلو خلکو د احساساتو په پاس باید د سعودي ملاتړ وکړو، بلکې دا مو مسؤولیت هم دی.
سیاسي دلایل:
په سیاسي لحاظ د ایران او روسیې لپاره ښایي په یمن کې زموږ معنوي ملاتړ دومره خطرناک نه وي لکه د باګرام په هډه کې عملا د دوی د ستر رقیب هډه. ایران چې پر هغې څه ونکړل، په دې به یې پلار هم ونکړي. په تېره دا چې ایران افغانستان ته خپل پرېمانه مجبوریتونه لري. البته، له افغانستان سره د ایران اوسنی حالت هم د سولې او ښه ګاونډیتوب حالت نه، بلکې د نااعلان شوې خصومت دی. ایران همدا اوس تروریستان را استوي، زېربنایي پروژې، په تېره د هایدرو پاور او بندونو پروژې مو د رشوت او فساد له لارې له سقوط سره مخامخ کوي، افغانستان عملاً اشغال ګڼي، په افغانستان کې منفي فرهنګي مداخله کوي، دلته د تعصب او کرکې کړۍ پالي، په سره ژمي مو کډوال را کوچوي، ځوانان مو په بې رحمانه توګه اعداموي او یا یې پر سرحدونو وژني او هیڅکله د یوه درانه ګاونډي په سترګه نه را ته ګوري. په دوه زره اتم کې ایران د سلما بند سروې کوونکې کمپنۍ ته د هغې د دوولس ملیونیز قراراداد ټولې پیسې ورکړې او ورته یې وویل: دا پیسې چې ته دلته په کار ګټې، همدغسې یې واخله خو دلته دې ونه ګورم.
اقتصادي دلایل:
دووه ویشت سني کم او زیات بډایه هېوادونه چې زموږ مزدورانو ته کار ورکولای، زموږ په کرهنه کې پانګونه کولای، زموږ د اقتصادي ودې لپاره مرسته کولای، زموږ د سوداګرۍ لاره برابرولای، زموږ توکي پېرودولای، او زموږ هېواد ته قرضه او مرسته ورکولای شي د سعودي په ټلواله کې دي. په دوی سربېره د لوېدیځ، ناټو هېوادونو، او امریکا دم او دوعا هم د همدې لوري په برخه ده. معنا دا چې هم دین دی، هم دنیا. دې بلې غاړې ته مو هغه وږي پراته دي چې یا اقتصادي بندیزونو ځپلي، یا یې اقتصاد مافیایي شوی او یا خپله نورو ته سترګې په لار دي. ایران دې حد ته وږدی دی چې په افغانستان کې له دری سوه هکتاره زعفرانو کرل کېدلو یې هم دومره سر ټکاوه چې دا موضوع یې د اقتصادي خطر په توګه په خپل پارلمان کې مطرح کړه.
جغرافیایي دلایل:
افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی. زموږ انزوا زموږ ختیځ او جنوب ته له پرتو هېوادونو سره په اړیکو ختمېدای شي، نه دا چې لا هم د نړۍ دې بل اړخ ته کش ولګوو او ځان نور هم کونج او زاویې ته کړو.
مننه
لنډ او په ساده ژبه شننه
دا ایران او ایران پلوو ته یو ښه ځواب وه د ایران په وړاندې د تیر حکومت د ګنګ او نامالوم سیاست په اړه
او عربو او غربیانو ته یو اطمینان ده د هغه بې باورۍ په اړه څې له تیر حکومت څخه دوی تجربه کړې وه
قرارصاحب شمله دی نیغه او لا اوچته اوهم لکه پړکه شه! زما په شانی دنورو ماغزه دی هم درپ رپاندې او لړزاندی اوڅپ څپاندی حالت نه راویستل او ستا دتخلص وپوړیو ته چې دقرار مقام دی ورسیدل. ستا په لیکنه کی دموضوع ټول اړخونه ، واقعیتونه اړتیاوی او پریکړی په څرګند ډول څیړل شوی دی ، چه هرهوشیار ته پند او نادان ته بند اوخنډ دی . زمونږ زیاتره پخوانی واکمن دنوروګټو لپاره داحساساتو ، خوش باوریو اویاهم دنالیدلو اومبهمو بالاو له ویری په دی کی پاته راغلی وه ، چه دخپل ملت او اولس ګټی دنړی په سیاسی لوبوکی خوندی کړی. اوس لاره پاکه او صفا شوه ، خبره دشف شف نه وتلی اوشفتالو شوه. مونږ یواکثریت سنی مذهبه مسلمان ملت یو او هر وګړی مو دنده لری چه داسلام دستر پیغمبر محمد ص وسلم دمیراث او دهغه دمتبرکو ځایونو ساتنه وکړو، نو هغوی چه زمونږ داعهد او دینی او اسلامی دنده ښه نه ګڼي، دوی پوه شه او کار یی ؟ مونږ خپله خبره واضحه او لکه رڼا ورځ سپینه کړه. دافغانستان ټول مسلمان اولس په پوره مینه او اخلاص دخپل دولت داوروستی پریکړه منی او دهغه لپاره هرډول سرشندنی ته چمتو دی. ددی سره سره که چیری دګوتو په شمار ځنی کسان دپردیو دګټو لپاره سینی ډبوی ، نو هغوی هیڅ هم نشی کولی. ټول افغانان دحکومت ددی پریکړی چه دسعودی عربستان لپاره هر تهدید دافغانستان تهدید ګڼي ننګه کوی.
قرار سيا ست هومره ماته نه راځي . شوپنهاور وايې چې د هر ليکوال انشا د هغه د فکر ايينه ده . که غواري چې د يوه ليکونکې حقيقي ارزښت ځانته معلوم کړې دې ته مه ګورئ چې ده څه موضوع کې فکر کړي دئ يا دده فکر محصول څه شي دى.
ديوه مولف او ليکونکي د مقام پېژندلو لپاره همدغه کافي ده چې موږ پوه شو،چې ده څه راز فکر کړي دى او د فکر کولو طرز يې څنګه دى؟
د هر ليکونکي انشا لکه خميره داسې ده چې مختلف شکلونه او صورتونه مني، مګر داصورتونه که هر څومره مختلف وي بياهم خميرهماغه يوه خميره ده
زموږ هدف له دې تبصرې نه ستا په خبرو د نيوکې خبره نه ده اونه منفي اړخ لري خو کله چې د افغانستان زعامت ته راشو، ، دسياست وچکاليو ته راشو، امرالله صالح او ګل مرجان ته راشو او له هغه وروسته د افغانستان اوسني موقعيت ته وګورو نو د مطبوعاتو دومره ازادي،دفيسبوکيانو دومره ليکني او د طلوع اريانا د پښتو ژبې نطاقانو او د نخبګانو د پېژندګلوي برخې ته راورسيږو نو زموږ زړونه او فکرونه هم ورته بې قرار شي چې داخبرې بيا ډير اړخونه لري او هر يو يې څو مجهوله معادله ده چې پوهه غواړي که ته له موږ سره موافق يې
ډيره زياته مننه قرارصاحب
مننه قرار صیب ژوندی دی یی که څه هم ستاسو له فکره او ایډیالوجی سره خاص جوړهم نه یم خو تاسو سره زمونږه مینه ده
نن مو په توله برابره لیکنه کړی ده د لا ښو لیکنو په هیله
زموږ د لیکوالانو نقیصه پدې کی ده چه د سیاسی او اجتماعی ادبیاتو تر سیوری لاندی درانده درواغ تولیدوی او د جاهل قوم په حلق کی ئی ور توئیوی. د طالب او بن لادن او داعش او نورو مزدورانو توری کارنامی چه همدا اوس جریان لری، پټوی او غیر مستند او واهی مسائل را سربیره کوی ، د سعودی دولت یو مرتجع او مستبد او مزدور دولت دی چه پر بل مستقل هیواد ئی تجاوز کړیدی او غواړی ددې تجاوز په دوام زموږ د جاهلانه پښتنی! احساساتو څخه ناوړه استفاده وکړی، اې جاهل قومه لږ سترګی خلاصه کړه او وګوره چه د پردې شاته څه جریان لری ؟ د سعودی جاهل خلګ او جاهل وهابیزم موږ مشرک بولی خو په خِفا کی د غرب بُتانو ته سجده کوی. بله دا چه حرمین هیڅوک نه شی ورانولای بیله خپله سعودی وهابیانو “ن.
که افغانان مجبور شی د پاڼډ او پړانګ تر منځ یو انتخاب کړی او بله هيڅ د تيښتی لار پیدا نه شی نو مجبور دی چی یو یی وټاکی ، البته ځینو ته به ایران د ژبی او مذهب له لحاظه ښه ښکاری اوعملا د خپلو مذهبی طرفدارانو سره همدردی ښکاره کوی او قربانی ورکوی چی څو موده مخکی مو واوریدل چی ایران میشته هزاره ګان په سوریه کی جنګیږی د علی توسلی او ملګرو د مرګ خبرونه د مطبوعاتو له لاری خپاره شول . په مقابل کی ځینو نورو ته به د اسلامی مقدسه امکانو د موجودیت له لحاظه سعودی عربستان ښه معلومیږی. که څه هم د الله په فضل سره د دواړو هیوادونو ترمنځ مستقیم جنګ نشته خو ایران تر اوسه برلاسی معلومیږی. د ایران 40 سلنه سنی مذهبه خلک اوس د خپل لمونځ د اداکولو فرصت نه لری او که وغواړی د جمعی لمونځ په جماعت سره ادا کړی دا فرصت ورته نشته . د عراق نیمایی پوری نفوس سنی مذهبه دی چی هغوی متاسفانه په خپلو کی په ډلو او قومونو ویشل شوی او د کرد ، عرب او داعش په نومونو سره تقسیم شوی او په خپل منځ کی سره وژنی. نظامی او ملکی قدرت ټول د اهل تشیع سره دی. د سوریی د خلکو 88 سلنه اوسیدونکی سنیان دی خو ملکی او نظامی قدرت د پاته 12 سلنی علی الوالله یانو سره دی ټول جنګ د سنی او شیعه مذاهبو ترمنځ دی چی ایران خپل د سپاه پاسداران ورلیږلی او د بشار الاسد ديکتاتوری رژیم ورته ساتی.
ایران د خپلو اهدافو د سرته رسولو لپاره د لبنان له حزب الله یانو نه هم کار اخلی او دادی اوس یی د یمن مسلمانان هم د غم په ټغر کینول او دلته یی هم د ټول هیواد د نفوس 10 سلنه شیعه ګان چی ځانونو ته زیدیان وایی قدرت ته ورسول. سبا به نوبت د افغانستان او پاکستان وی او که کوم بل اسلامی هیواد کی. ملګری یی ورته وویل چی څه غم یی کوی ، ته خویی نه یی چیچلی . ملګر ییورته وویل چی نه خو ډاریږم دا به یی لار شی.
قرار صاحب موږ په ډیره سختی سره پوره نمری لیکنو ته ورکو ، ستاسو لیکنی د پوره نمرو معیار پوره کړی.
قرار صيب مه خرابيزي.
فه تيرو حكومتونو كي هم او اوس هم دير شمير افغانان جي هغوي زان د حنفي مذهب فيروان بولي نه غواري جي د وهابيانو يا فه بله اصطﻻح اهل حديث سره راشه درشه وكري ولي جي هغوي ي يي كافران بولي او بيا وايي جي د يهودي او د شيعه مرك نه فه سل زلي د يو وهابي مرك يا وزل بهتر دي او ظاهره خبره ده جي د سعودي تول خلك وهابيان دي نو سنكه كيداي شي جي افغانان به د سعودي حكومت سره ودريزي او يا به ورسره د كاركرو او مزدورانو معاهده ﻻسليك كري او يا به فدي برخه كي هلي زلي وكري. بلكي بالعكس كار به وكري
ډير عالي او پر ځائ تحليل قرار صاحب.
امریکه ، غربي هيوادونه او د هغوی ملاتړي په عمل کي خپل سیاستونه د ډيموکراسۍ د اصولو پر اساس چي همدا دوی ډنډورې ور پسې وهي نه ټاکي بلکه د هيوادو د منابعو پر اساس حساب ورسره کوي یعني داچي امريکې ته د هیوادو د منابعو ښه مدیریت او د هغوی زبېښاک دعربي هیوادو د استبدادي پادشاهي رژیمو د سیسټمو په ملاتړ کي تر ټولو آسانه وسیله ګڼل کيږي. دلته ده چي ډیموکراسي په فضیحت بدلیږي .
نن د نړۍ ۴۲ سلنه تېل يوازي د خلیج په ۶ هیوادو کي را ایستل کيږي چي د نړۍ د انرژۍ یوه عظیمه برخه جوړوي دغه منابع د امریکې د سیاستو د پاره ښه هدف ګرځېدلای شي چي د وهابي سعودي عربستان غوندي استبدادي سیسټمو د هر اړخیز ملاتړ د لاري په خپله ولکه کي ولري .
د یمن ولس چي نه غواړي د دې ذلت ښکار شي د همدې هیوادو فرعوني شېخانو د هوایی بمباريو قرباني کيږي .
دافغانستان و دولت ته خو په کار ده چي په اوسني ذلت باره حالت کي خپل حد او امکانات و سنجوي او وروسته بیا دغه شاني تر ځان دروند بار واخلي .
قرار صاحب ! ډیر په زړه پوری مطلب ته دی اشاره کړي ده
په ریشتاهم افغانانو او افغان دولت تیر وخت کی خپله بی طرفی اعلان کړی او هر وخت کی یی تاوان کړی دی لیکن دا ځل یی یو طرف انتخاب کړی دی زما په اند د مذهب په لحاظ اقتصادی اجتماعی او دینی لحاظ سره یو ډول دی نو پدی لحاظ وروستنی پریکړه یی ښه او دوخت ضرورت هم دی
قرار صاحب په قلم او ګوتو دی برکت شه یقینا چی دی یوه افغان په صفت دی خپل مسئولیت ادار کړی ده
قرار صا حب ستا سط تحلیل بلکل کره پر اسلا مي او افغا ني ګټو ولاړ تحلیل دۍ، چې زموږ دیني ارزښتونه او معتقدات هم په هغه .
کې خوندي کیدا یشي، ایران په هيڅ صورت زموږ دو ست نه پاته شوۍ او نه موږ له دوی سره مشترک و جو هات او ګټې لرو
قرار صا حب ستا سط تحلیل بلکل کره پر اسلا مي او افغا ني ګټو ولاړ تحلیل دۍ، چې زموږ دیني ارزښتونه او معتقدات هم په هغه .کې خوندي کیدا یشي، ایران په هيڅ صورت زموږ دو ست نه پاته شوۍ او نه موږ له دوی سره مشترک و جو هات او ګټې لرو
قرار صاحب ستاسودهراړخيزی ليکنی ډير مننه،اوهمدارنګه د ټولوتبصره کونکو په خاص ډول دمحترم احمدولی تبصره چی دسعودی په هکله يي ليکلی بلکل حقيقت لری.
قرار صاحب كور دى ودان واقعأ موجوده نظام ته همداسي فيصله بكار وه ملاتر يي كوو
ډیر په زړه پوري لیکنه قرار صیب! راته ژوندی اوسي باالاخره دي نتجي ته رسیږو چې تر مړو مناسباتو او سست سیاست مو غوڅ دریځ نر هو او نر یا په ګټه دي…. و
،دا دی ملي فکر
ژوندی دې قرار صیب ،اسلامي فکر
په قلم مو برکت سه
د افغانستان په اوسني نازک او د شرمه ډک حالت کي دغه لیکنه او پر یمن باندي دعربستان د حاکمانو جنایت کارانه او بربنډه مسلحانه تجاوز او په دې لړ کي د جمهور رئیس اشرف غني عجولانه ملاتړاو د ځینو اماتوره لیکوالانو چاپلوسانه او ماجراجویانه تبصرې یو غیر مسؤللانه او ناسنجیدده کار دئ . افغانستان پخپله د خیرات په پیسو مامورینو ته معاش نشی برابرولای ، نیم کال تېر شو چي خپله کابینه نشی اعلانولای ، درې نیم لکه امنیتی او دفاعی ځواکونه د سی آی ای په معاش روزل کیږي نو دومره لولووټه په کووم توان سره دغه نام لړزانه دولت ځانته ایږدي؟
ایا ددې پسته به زموږ اردو د یوه مزدور اردو په توګه د سعودي عربستان او عربی شېخانو د فاسده او متجاوزه دولتو د بقا د پاره کارول کیږي؟ آیا دغه ته موږ ملي ګټي وایو؟
وايې چې ډوډۍ تنور پخوي او لاپي بي بي وهي موږ اودومره اوچتې لاپې په کار ده چې د کاروان له سره نه تيرشو او يوازې دومره کوښښ وکړو چې اخر ته ځان ورسو.
ښکلې او په تول کره لیکنه ده.
وایی چی د هرچا دوست دهیچا دوست هم نشی کیدلای.دا ډول خوځښتونه د راتلونکی لپاره امید بخښونکی دی . ډیر ښه تحلیل دی قرار صیب قلم دی تاند اوسه.
ډیره په زړه پوری لیکنه ده قرار صاحب تاسو ته دلا بریاو په هېله الله مو بریالی لره که زه له خپله انده ستاسو په لیکنه سه وایمه نو هغه به دا ویی چه ستاسو د د غی لیکنی هر توری سره زر ده او ستاسو دغه خبره می په ټوله لیکنه کی ډیره زیاته خوښه شوله چه(( د افغانستان د تاریخ په دوران کې که د بې طرفۍ سیاست ناکام شوی))
په رشتیا هم همداسی ده که فکر وکرو دومره پیاوړی هم نه یو د زیاتو اړخو نه کمزوری هیواد یو بیا په ځانګړی توګه په اوسنی عصر کی خو بیا هم مونږ چه چوپتیا غوره کړی څه مو نه دی حاصل کړی له دی نه خو شه ده چه حد عقل هغه خپل اواز خو پورته کړو
[…] افغانستان ولې باید د سعودی ملاتړ وکړی؟/مجید قرار د طالبانو نوې وارخطایی او کارخطایی/مجید قرار د فلسطین ماشومه، پرې خطا نوځې!/مجید قرار د امنیتی تړون له مخالفینو لس پوښتنې/مجید قرار […]
ښاغلی قرارصاحب ! تحلیل مو ډیر علمی اوپه عینی واقیتونو ولاړ اوزموږ دټولنی دااوسنی ضرورتونواوغوښتننو سره سم ارایه شوی دی چی دهرچا دفهم اوجدی پام خاصتا دحکومت دپام وړدی .، بریالی اوسی .، .،