افغانستان د خپل تاریخ په یو حساس حالت او شرایطو کې دی، کورنیو او بهرنیو دښمنانو لاسونه سره یو کړي، د دوی هغه شوم پلانونه زموږ د سترګو پر وړاندې تطبیقېږي چې د افغانستان د تباهۍ او د خلکو د بربادۍ لپاره یې جوړ کړي دي، نژدې ده چې دوی کرار کرار خپلو شومو او ناوړه اهدافو ته ورسېږي او…
علت یې دا دی چې موږ ټول چوپه خوله یو، د یو بل سره بر خلافه یوو، د یو او بل د ناکامۍ لپاره هلې ځلې کوو، پر یو بل نیوکه او انتقادونه کوو، په اجرااتو کې نور ګرم او ملامته بولو، نور راته ضعیفه او خراب مدیر او مسول ښکاري…
په داسې حال کې چې کله کورني او بهرني دښمنان سره یو ځای شي، نو د هېواد ټول سیاسی ګوندونو، سیاسي رهبرانو، د اپوزېسیون مشرانو، پخواني او اوسني سیاسي څېرو، د اسلامي ګوندونو او ادارو مسولینو، جیدو علماء کرامو، د مشرانو شورا غړي، د ولسي جرګې غړی په ځانګړي ډول اجرائیه رئیس ښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر ښاغلي حامد کرزی مکلف او مجبوره دي چې خپل اسلامي، ملي، افغاني او ایماني دندې ترسره کړي، ټول باید د ولسمشر اشرف غني تر څنګ ودرېږي او سره یو موټی شي، دوی ته د یووالي او اتفاق لاسونه ورکړي او په یوه غږ ثابته کړي چې دوی د هېواد اصلي او صادقه بچیان دي، دوی د افغانستان د دښمنانانو په مقابل کې یو سپر دي، دوی کولی شي چې افغانستان او افغانان له دې ناوړه او خرابه حالت او وضعیت څخه وژغوري، ځکه دا یوازې د ولسمشر محمد اشرف غني دنده نه ده چې د ټولو دښمنانو سره جنګ او جګړه وکړي او هغوی ته ماتې ورکړي، د افغانانو د ژونو، مرګونو او تباهۍ مخه ونیسي او… بلکې دا د ټولو افغانانو ګډه دنده ده په ځانګړې ډول پورتنۍ یادې شوې څېرې او اشخاص چې باید ولسمشر اشرف غني سره لاسونه ورکړي او افغانستان کې د سولې او ارامۍ لپاره په ګډه سره کار وکړي او د خلکو ته د امن شرایط برابر کړي، ترڅو خلک وکولی شي د سولې او ارامه په فضا کې سره ژوند وکړي او افغانستان هم پرمختګ وکړي.
ښه بېلګه یې د هلمند، کندز، فراه، بغلان، ارزګان … ولایتونو محاصره، سخت جنګونه او حتا سقوط ده، موږ په خپلو رڼو سترګو ګورو چې یو شمېر په کور دننه او بهر پردیان او هېواد دښمنه عناصر زموږ خلک وژني، پر مقدساتو حملې کوي، ښارونه نیسې او بیا یې ورانوي، عامه شتمنیو ته زیان رسوي، عام او بې ګناه افغانان وژني، ددوی ارامه او خوشحاله ژوند خرابوی او دوی په ډېرې بې عزتۍ او بې شرمۍ سره مخامخ کوي.
تاسې ګورئ کله چې زموږ ګاونډیان خپل هېواد په خطر کې وویني، پوه شي چې هېواد یې ورانېږي او خلک یې در په دره کېږي، نو ټول په یو غږ سره په یو خاص ځای کې را ټولېږي، د هېواد د ژغورلو او خلکو ته د ښه ژوند برابرولو لپاره خپل منځي ټول اختلافات او شخصي دښمني او ګټې یو خوا ته پرېږدي او د پرديو دښمنانانو په مقابل کې سره یو موټی کېږي او په اتفاق سره لاسونه یو بل ته ورکوي او ددښمن ټول شوم پلانونه او اهداف شنډوي، موږ منحث د یو افغان او غیرتي ولس له دوی څخه څه کم یو؟ ایا موږ ته زموږ خپل منځي اختلاف مهم دي او که افغانستان او د افغانستان د خلکو خوشحالي او ارمي او که…؟
دا چې په اوسني وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني د ټولو خواوو نه په حساس حالت او بدو شرایطو کې قرار لري، نو ټولو ته پکار ده چې د هغوی سره لاس یو کړي، هغوی یوازې پرنېږدي او د افغانستان دښمنانانو ټول شوم او ناوړه پلانونه شنډ او خثا کړي، خپله اسلامي، ملي، افغاني او ایماني دندې تر سره کړي او ثابت کړي چې دوی د افغانستان د خلکو د ارامۍ او خوشحالۍ او پرمختګ لپاره په ګډه کار کولی شي.
له بلې خوا ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني ته پکار ده چې خپله ځان ځاني دې پرېږدي، کبر او غرور دې یو خوا ته کړي، د خپلو معرضو مشاورینو غلطه مشوره نه دې نه اوري، هغه حلقه دې ماته کړي چې دوی له ناکامۍ او بربادۍ سره مخامخ کوي، اجرائیه ریاست هم د هېواد په ټولو قضایاوو کې مسولیت لري، هغوي ته دې ارزښت ورکړي او ټول مسولیت دې ځانته نه راجع کوي، د نورو د جنګي او حکومتدارۍ د تجربونو نه استفاده وکړي، نورو ته هم د هېواد په ژغورلو کې برخه ورکړي، د نورو د قومي او سیاسي نفوذ نه ګټه پورته کړي او….
زه افغان ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني ته وړاندیز او پیشنهاد کومه چې د هېواد د ژغورنې په موخه د یوې پراخې او لویې مشورتي غونډې جوړولو لپاره ژر تر ژره تیاری ونیسي او (د افغانستان ژغورنې ملي مشورتي غونډه) په نوم دې غونډه جوړه کړي، ټول پورتنۍ یادې څېرې، اشخاصو او افرادو سره د هېواد د ژغورلو او د دښمنانانو د شومو پلانونو او اهدافو د ناکامۍ لپاره مشورې او خبرې اترې تر سره وکړي، د اوسني تعارض او حملو د مخنیوي لپاره جامع پلانونه ترتیب کړی، مسلکي او پاک خلک دې په نظام کې ځای پر ځای کړي، د کورني سیاست د تقویې او ملاتړ لپاره تعهدونه واخستل شي، د دښمن د شومو پلانونو د شنډولو لپاره د حل لارې چارې ولټوي، څنګه کولی شي هېواد دې له دې ناوړه او خراب جنګي او دفاعي حالت څخه وژغوري، ترڅو پردیانو ته ثابته کړي چې افغانانو ته هم پردي دښمنانان پردي دي او دوی هم کولای شي چې په ګډه سره ورته ماتې ورکړي.