که چيرته د افغانستان په حکومتونو کي د جهاد او مجاهد په نوم د حق غوښتلو او د زوروکۍ لړۍ همداسي وغزيږي دا به ډيري ناولي پايلي ولری.
لکه څرنګه چي په افغانستان کي د 2001کال څخه را پدي خوا حکومت د جهاد او د مجاهد په نوم انحصار شوی او ويشل شوی وو,او ګڼ شمير پايلي يې د ځان سره درلودي,چي په سر کي يې د اسلام له لوري بشريت ته ورکړي (حقوق) ياده ولای شو.
اسلام ټول بشريت ته د ځان,مال او د ناموس خونديتوب ورکړي ده او همدارنګه يي په ټول کي په امن او په سکون کي د ژوند کولو حق ورکړي ده,ولي په افغانستان کي د 2001 کال را پدي خوا حکومت کي چي ياد حکومت د جهاد او مجاهد د نوم په بنسټ ويشل شوي وو نه د علم,پوهي او اغيزمنتوب په بنسټ,چي پايله يي هغه د اسلام مبارک دين له لوري ټول بشريت ته د ورکړل شويو (حقوقو) ته په سپکه سترګه کتل او هغه تر ناولو پښو لاندي کول او ځيني نوري زړه بوږنونکې پيښي شوي.
د حکومتونو او دولتونو د واک واګې بايد د پوهي,علميت,تخصص او د اغيزمنتوب په بنسټ وويشل شي نه د ناپوهي په بنسټ او نه هم د روابطو او زوروکۍ په بنسټ.
که په لويه کي د افغانستان تيرو 30 او يا 40 کلونو ناخوالو او ناورينونو ته کتنه وکړو نو لاملونه يي بي علمي,ناپوهي,نه اغيزمنتوب,د قوی او هر اړخيز سياست
نه شتون او په هر ډول د حکومتونو او دولتونو د چوکاټ سره د نااشنا او د نامناسبه خلکو د فيصدي لوړوالۍ ښودلۍ شو,او د 2001 کال را پدي خوا د حکومت هر ډول ناخوالو او ورسته پاتي کيدو لامل هذالقياس د تيرو دورو فکتور په ګوته کولای شو.
د 2001 کال را پدي خوا د حکومت ځيني لاسته راوړني که د ياده ولو وړ دي خو د همدي لاسته راوړنو د سرچينو ياده ول هم د قدرداني وړ دي.
لومړۍ خو دا چي د دي ټولو لاسته راوړنو ترشا د        نړيوالو مرستو لاس ياده ولای شو.
دوهم خو د همدي حکومت د انحصارونکو د چلاکي طرحي په عملی کيدو حکومت ته د دولتونو او حکومتونو د جوړښتونو او پرمختګونو په کچه د روزل شويو اشخاصو,متخصيصونو,پوهانو,په علميت پوښل شوي او همدارنګه الله,وطن او خپلو دندو ته د وفادارو افغانانو ور دننه کول ياده ولای شو او موږ يې په تاريخ کي ثبت کولای شو.
نوموړو وفادارو افغانانو د خپلي پوهي او د علميت د عملي کولو په بنسټ وکولای شول چي د هيواد ياد او شته پرمختګونه لاسته راوړي,خوار او مظلوم افغانان ورڅخه برخمند کړي.
الله خبر چي د هيواد پرمختګ به د حکومت د انحصارونکو په نيت کي او يا نه ول,خو د مظلومو افغانانو باور او عقيده جوړه ول یی په خپل انحصاري او د يو څو زورواکو مجاهدينو په حکومت د نیت په اول سر کی و.
دا چي د موضوع د محتوا څخه د باندي ولاړ نشو نو اوس خپلي بنسټيزي موضوع او خبري ته راځم.
لکه څرنګه چي د 2001 کال را پدي خوا په حکومت او حکومتولي باندي لنډي خبري وشوي او د افغانستان د دولتونو او حکومتونو د واک د واګو ادعاګر مو وپيژندل چي هغوی په ډيموکراټکو اصولو کي او همدرانګه په جمهوريتي نظام کي بيا هم د يوي نا اهله ادعا ادعاګر دي,
د يادي ادعا نه يوازي چي خپله ادعاګر دي بلکي اوس او په راتلونکي کي يي د کورنۍ نور کوچني غړي هم ادعاګر دي او ادعا به کوي چي د ستا حق زما ده ځکه چي زما نيکه,پلار,(تره) يا کاکا او يا هم ماما په دي وطن کي جهاد کړي او هغوی مجاهدين وو او د خپلو پلارونو په څير به ټينګار کوي که څه هم زه زده کړي نلرم,علم او پوهه نلرم خو زما همدا يو وياړ او افتخار بس ده کافي ده چي زموږ کورنۍ مجاهده وه,جهاد يي کړي ده,زه بايد وزير پاتي شم,زه بايد سفير پاتي شم,زه بايد والي پاتي شم او زه بايد د حکومت په کچه يو لوړ پوړۍ چارواکۍ پاتي شم,او که چيرته پاتي نشم نو په وطن کي به د وينو ويالي رواني کړم.
نو اوس که چيرته دا ډول نا اهله او بي ځايه ادعاوي او ادعاګر په وطن شتون ولري,نه به وطن خير پيدا کړي او نه به هم زموږ علمي کدرونه او علمي زړه وري پيغلي او ځوانان.
په پای کي د علم په ډګر کي په ټولو علمي افغان ځوانانو غږ کوم چي د دي نا اهله ادعا او ادعاګرو د منځه وړلو لپاره لاسونه سره يو کړي او سره همغږي شۍ چي تر څو په لومړي قدم کي د بي ځايه ادعاګرو څخه خپل حق واخلو او ورڅخه يې وژغورو.
او په دوهم قدم کي خپل هيواد د ناامنه کولو څخه وژغورو,خپل هيواد د وروسته پاتي کيدو څخه وژغورو او خپل هيواد د خپلو سيالو سره اوږه په اوږه روان کړو.
او بيا خپل غږ په ملګرو ملتونو کوم چي هر هيواد ته ستاسو تګ د نړيوالو اصولو او قواعدو له مخي کيږي نو په هغه هيواد کي مکلف ياستۍ چي د نړيوال ثبات لپاره شته خنډونه د منځه يوسۍ چي زورواکي او د اقتدار په بنسټ رامنځ ته شوي حکومتونه او د هغوی واکداران د نړيوالي بي ثباتي لپاره هم لامل کيدلای شي.
او بل بايد په هغه هيواد کي د نړيوالو رښتينو ډيموکراټکو اصولو د پلي کيدو څخه نظارت وکړۍ,که چيرته ملګري ملتونه يادو مسوليتونو او مکلفيتونو ته ارزښت ورنکړي نو دا شوني ده چي په نړۍ کي د ملګرو ملتو شتون به تر کلکي پوښتني لاندي راشي او هم به د نړۍ په ګڼ شمير هيوادو کي د ملګرو ملتو د اساسنامي سره په ټکر کي سرغړوني کيږي او بیا به یی د نړيوالي بي ثباتي مسوؤليت په خپله غاړه وي.
(علميت به غواړو,علميت به پالو او علميت به ستايو.)

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *