د افغانستان او پاکستان د فوټبال په دوستانه لوبه کې چې نن په کابل کې وشوه، افغانستان په درېيو ګولونو سره پاکستان ته ماتې ورکړه.

په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا په افغانستان کې لومړۍ نړيواله لوبه وه چې افغان چارواکو له نړيوالو معيارونو سره برابره وبلله.

د دغې مسابقې هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو پياوړتيا او په خلکو کې د دوستې روحيې ژوندي کول ښوول شوي دي.

په دې مسابقه کې د ګډون لپاره ځينې افغان لوبغاړي له بهر څخه هم کابل ته راغلي وو او په دې مسابقه کې يې خپل کمال څرګند کړ.

په سياسي ډګر کې د افغانستان او پاکستان اړيکې کړکېچنې دي زياتو کسانو دغه لوبې په شوق ننداره کړې او خپل لوبغاړي يې تشويق کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *