ټاکل شوې «افغانستان په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې» څېړنيز او تحليلي راپور راتلونکې سه‌شنبه (د جنوري ۱۷مه) د کابل ښار په انټرکانټننټل هوټل کې، د يوې غونډې له لارې رسما خپور شي.

دغه راپور، چې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) له‌خوا په شاوخوا ۴۰۰ مخونو کې چمتو شوی، په تېرو ۱۵ کلونو کې د هېواد د مهمو سکتورونو وضعيت په هراړخيز ډول څېړلی دی.

دا راپور د سولې، بهرني سیاست، اداري فساد، کډوالو، اقتصاد (ملي اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ، صنعت، کرنې او مالدارۍ)، امنیت او جرمونو، ښوونې او روزنې او لوړو زده‌کړو  برخو په اړه په واقعبينانه او بې‌طرفانه ډول چمتو شوی دی. په راپور کې د يادو شوو سکتورنو مخينه او له ۱۳۸۰ لمريز کال وروسته يې وضعيت څېړل شوی او پر ۱۳۹۴ لمريز کال زيات تمرکز شوی دی.

په راپور کې د دغو سکتورونو د پرمختګونو، ناکاميو، ستونزو او ننګونو ترڅنګ، د هرې برخې په اړه د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز وړانديزونه او سپارښتنې هم وړاندې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه راپور د دواړو کمي او کيفي څېړندودونو له مخې د مرکز د څېړونکو له‌خوا چمتو شوی او د هغې سروې موندنې، چې د هېواد په لويو ښارونو کې د مرکز له‌خوا شوې، هم پکې ځای پر ځای شوې دي.

که څه هم بېلابېلې ملي او نړيوالې ادارې د افغانستان د وضعيت په اړه هر کال کلني راپورونه او سروې‌ګانې خپروي؛ خو د دغه راپور ځانګړنه څو مهمو سکتورونو او تېرو ۱۵ کلونو ته په شاملېدو کې نغښتې ده. بايد ووايو، چې دا راپور د هېواد د اوسني وضعيت د حقايقو د بيان اړتيا ته په پام سره، له تحريف پرته او د مرکز پر داخلي امکاناتو چمتو شوی، چې له همدې کبله له پروژه‌اي څېړنو سره توپير لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *