میرویس جلالزی
وروستي راپورونه ښيي چې افغانستان د نړۍ په کچه د وږیو هیوادونو په کتار کې نه راځي او دغه ملک په بي ساري توګه په نړیوال هغه نوم لړ کې چې د تر ټولو وږیوهیوادونوم نومونه پکې راځي نزول کړی دی.
اوس د افغانستان نوم چې، نوې سلنه پراختیایي او حتی تر نیمايي زیاته عادي حکومتي بودیجه یې هم نړیوال ورکوي، د وږیو هیوادونو په کتار کې نه اخیستل کیږي.
خو سره له دې هم د افغانستان د ۲۸ ملیونه وګړو یو په دریمه برخه یي غذایي خوندي توب نه لري او هغه په دې مانا چې سمو او لازمو خوراکي موادو ته کافي لاس رسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام ( WFP ) وايي اوس مهال په نړۍ کې ۸۷۰ ملیونه تنه وږي خلک ژوند کوي.
دغه اداره د وږو اطلاق هغو کسانو ته کوي چې دری وخته خواړه نه شي تر لاسه کولای او اکثریت یي د لوږې او خوراکي موادو له کمښت څخه په رامنځ ته شویو ناروغیو لکه خورځواکي او داسي نورو سره لاس او ګریوان دي.
د افغانستان په شمال کې تاجکستان او په سویل او سویل ختیځ کې پاکستان هغه دوه هیوادونه ښودل شوي چې د خوراکي توکو د کمښت مسله پکې ډیره جدي ده.
د نړۍ د اوږیو هیوادونو په کتار کې ( هغه هیوادونه چې ډیری وګړي يي اوږي دي) برونډای د سر ځای لري.
ورپسي ایریتیریا، تیمورلیست، کموروس، سوډان، چاد، ایتوپیا، یمن، زمبیا، هایتي، سریلایون، مګراسکر، نایجر، موزمبیق او د مرکزي افریقا جمهوریت په ترتیب ځای لري.
دغه انډیکس چې د (IFPRI) یا د غذایي توکو د پالیسي د څیړلو انستیتیوت له لوري ترتیب او ورته انکشاف ورکړل شوی راغلي چې اکثریت وږي کسان په مخ پر وده هیوادونو کې ژوند کوي.
د اسیا په کچه هند هغه هیواد شمیرل شوی چې پکې ډیری وږي کسان اوسیږي.
هند چې افغانستان سره د مرسته کونکو مخکښو هیوادونو په کتار کې راځي د نړۍ په کچه د تر ټولو زیاتو اوږیو انسانانو کور ښودل شوی دی.
ویل شوي چې په هند کې ۱۹۴ اعشاریه ۶ ملیونه وږي کسان ژوند کوي چې دا د نړۍ په کچه داسي واحد هیواد دی چې ډیری وګړي یي وږي دي.
ویل کیږي چین چې د نفوسو شمیره یي تر هند زیاته ده یو مهال د ډیرو وږو انسانانو کور یادیده خو په تیرو شلو کلونو کې یې د خپلو ۲۸۹ ملیونه وږیو وګړو شمیره ۱۳۳ ملیونو ته را ټیټه کړي چې دا یو بي مثاله پرمختګ دی.
د اسیا په کچه د ملګرو ملتونو په سل کلن پرمختیايي هدفونو کې د ۱۷۲ ملکونو مشرانو پریکړه کړي وه چې د وږیو کسانو شمیره به ډیره را ټیټوي لیکن د سویلي اسیا په کچه یوازي نیپال او د نړۍ په کچه یوازي ۲۹ ملکونه په دې وتوانیدل چې ټاکلي هدف ته ځانونه ورسوي.
په همدې حال کې د افغانستان بل ګاونډی پاکستان لا هم ډیر وږي وګړي لري.
دغلته د ملګرو ملتونو د کرهني او خوراکي توکو د ادارې FAO د لوږدې د نقشي مطابق ۴۱ اعشاریه ۴ ملیونه انسانان په لوږه کې ژوند کوي.
یاده اداره وايي چې د ملګرو ملتونو په سل کلونو پراختیايي هدفونو کې چې د وږو انسانانو د شمیري په راکمولو هم ټینګار شوی وو د هغه وخت په پرتله ۲۱۶ ملیونه تنه کمی راغلی.
اوس ویل کیږي چې د نړۍ په کچه په هر نهو تنو کې یو یي وږی دی او په ۱۷۲ ملکونو کې ۷۲ يي د لوږي د له مینځه وړلو په برخه کې خپلو ټاکل شویو موخو ته رسیدلي دي.
په دغو هیوادونو کې انګولا، چاد، بنګلدیش، کمبودیا، ګانا، ملاوي، نایجیریا، رواندا، تایلند او ویتنام هغه هیوادونه دي چې د تیرو سلو کلونو را پدې خوا یي د لوږي کچه تر ۵۰ سلنه را ټیټه کړي ده.