تاند- ایرلنډ هم د شل اوریزو نړیوالو سیالیو د غوراوي په نیمه پایلوبه کې پر متحده عربي اماراتو له لاسبره کېدو وروسته د دغو سیالیو پایلوبې ته بریالی شو.
تر دې مخکې نن/جمعه/ افغانستان نیپال ته په اوو ویکټونو ماتې ورکړه او ځان یې پایلوبې ته ورساوه.
ایرلنډ، چې په اې ګروپ کې د لومړي مقام د ګټلو په خاطر د افغانستان په شان د ۲۰۱۴ کال د بنګله دېش شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته لار موندلې، نن کوربه هیواد متحده عربي اماراتو ته په شیخ زاید لوبغالي کې په ۶۲ منډو ماتې ورکړه.
په دې مسابقه کې د ایرلنډ لپاره (ډي.ټي. جهانسټن) زیاتې منډې وکړې. ده په ۲۲ توپونو ۳۵ منډې جوړې کړې.
تر ټولو زیات لوبغاړي د آیرلنډ ټي. جې. مورتګ او ایم. سي. سورینسین وسوځول. دوی، هره یوه د متحده عربي اماراتو څلور- څلور لوبغاړي وسوځول.
په دې لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبغاړو اووه آیرلنډي لوبغاړي وسوځول. د اماراتو لپاره تر ټولو زیاتې منډې امجد جاوید جوړې کړې. ده په ۳۷ توپونو ۱۹ منډې وکړې. د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته آیرلنډي لوبغاړو ۱۴۸ منډې هدف ټاکلی و خو د متحده عربي اماراتو ټول لوبغاړي په داسي حال کې وسوځېدل چې ټولټال یې ۸۵ منډې جوړې کړې وې.
ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په پایلوبه کې له آیرلنډ سره مخامخ شي. آیرلنډ به په روان ټورنمنټ کې د افغانستان لپاره تر ټولو غښتلی ټیم وي.
که څه هم هم افغانستان او هم آیرلنډ د خپلو ګروپونو سرخېل ټیمونه دي او نیمه پایلوبې یې هم ګټلي دي خو آیرلنډ د منډو له پلوه په روان تورنمنټ کې له افغانستانه یو څه وړاندې دی. افغانستان یوه لوبه بایللې وه خو آیرلنډ هیڅ ماته نه لري، یوازې یې یوه ډرا کړې ده.