تاند- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن د جنوبي اسیا د فوټبال د سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د کوربه هیواد نیپال په وړاندې میدان ته راووځي.
په دوهمه نیمه پایلوبه کې به هند له مالدیپ سره مخامخ شي. د دواړو مسابقو ګټونکي به د اتلولۍ د مقام لپاره پایلوبه وکړي خو دوه بایلونکي به د درېم مقام لپاره سیالي وکړي.
د افغانستان او نیپال لپاره نننۍ مسابقه خورا حساسه ده ځکه چې ګټونکی ټیم پایلوبې ته وځي.
د نیپال کیپتان ساګر تاپه د نننۍ مسابقې په اړه رسنیو ته وویل:«موږ ډاډه یو چې لوبه ګټو. زموږ ټیم به د هغه مقام د ترلاسه کولو لپاره ښه ولوبېږي چې د نیپال فوټبال یې وړ دی.»
ده همداراز وویل چې دا ښه موقع ده چې له افغانستانه په خپل کور کې د ۲۰۱۱ کال د ساف (د جنوبي اسیا د فوټبال د فدرېشن کپ) غچ واخلي.
نیپال په ۲۰۱۱ میلادي کال په نیمه پایلوبه کې له افغانستان سره مخامخ شوی و چې په نتیجه کې یې افغانستان یو پرصفر لوبه وګټله. افغانستان یو ګول په اضافي وخت کې نیپال ته ورکړی و.
د نیپال کوچ یا روزونکي هم ډاد څرګند کړ، ویې ویل چې لوبډله یې نیمه پایلوبې ته پوره تیاره ده او نتیجه به د ځان په ګټه کړي.
په همدې حال کې نیپالیان، چې دا مسابقه یې په هیواد کې کېږي، د نن سهار له پنځو بجو په لوبغالي کې د مسابقې د مخامخ کتلو لپاره د ټکټ د رانیولو په خاطر په کتارونو کې ودرېدل.
د ټکټ پلورلو غُرفې د سهار په اته بجې پرانستل شوې او ټول تکټونه په یو ساعت کې وپلورل شول.
د مسابقې ټکټونه له دې سره سره ټول پلورل شوي چې د هغو بیه لوړه شوې ده. د هر عادي ټکټ بیه ۳۰۰ نیپالي روپۍ وه خو د نندارچیان د زیاتوالي له کبله هر ټکټ په پنځه سوه وپلورل شو. خاص یا وي آی پي ټکټونه د ۷۰۰ روپیو په ځای په زر روپیو پلورل شوي دي.
دا مسابقه د نیپال په وخت د مازدیګر په شپږ نیمې (د افغانستان پنځه نیمې) پیلېږي.
مننه چې ډیر کره معلومات مو موږ ته خپاره کړل