تاند- د کرکټ د شلو اورونو نړیوالې اتلولۍ سبا /یکشنبه/ د افغانستان او بنګله دېش په سیالۍ پیلېږي.
د بنګله دېش د ملي ټیم کیپتان څو ځلي ویلي چې له افغانستان څخه به د اسیايي جام کسات په دې مسابقه کې واخلي.
دې سیالۍ ته، چې له یوې خوا د دې نړیوال جام لومړۍ مسابقه ده او له بلې خوا په بنګله دېش کې کېږي، چې د مسابقو کوربه هیواد دی، بنګالیان ځانګړې تلوسه لري.
راپورونه وايي چې د لوبغالي ټول ټکټونه تر مسابقې څو ورځې وړاندې پلورل شوي دي.
افغانستان په اسیايی کپ کې، چې د هغې کوربه هم بنګله دېش و، دغه هیواد ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه او د بنګالیانو ټولې هیلي یې پر نهیلۍ بدلې کړې.
افغانستان تر دې مسابقو مخکې د چمتووالي لپاره دوې مسابقې وکړې. لومړی له هالنډ سره مخامخ شو چې په ډېر توپیر هم هالنډیان مات کړل خو دوهمه لوبه یې پرون /جمعه/ په لږ توپیر پر زیمیابوې وبایلله.