افتخار احمد همدرد

د افغانستان  سیاسي او  اقتصادي جغرافیوي موقعیت تل با ارزښته دی، چې د همدې موقعیت پر اساس د بهرنیانو پاملرنه یې ځانته اړولې ده.

افغانستان د وریښمو د لارې په زړه کې پروت دی، چې دا کار افغانستان ته یو ستراتیژیک موقعیت ورکړی، په دې موقعیت کې د افغانستان شتون منځنۍ ختیځ او د آسیا نور هیوادونه سره تړي.

لکه څنګه چې افغانستان په شمال کې له تاجکستان ، ازبکستان او ترکمنستان سره، په لویدیځ کې له ایران سره، سویل ختیځ کې له پاکستان سره او په لري ختیځ کې له چین سره پوله لري یعني افغانستان د شپږو هیوادونو په منځ کې د آسیا په زړه کې یو ستراتیژیک موقعیت لري نو د یاد ستراتیژیک موقعیت پر اساس افغانستان د یو ترانزیټي او ترانسپورتي مرکز په توګه د سویلې آسیا ، منځنۍ ختیځ ، مرکزي آسیا او چین بازارونه په خپلو کې سره نښلولی شي، او د همدې موقعیت پر اساس په آسیا کې په یو ستر تجارتي مرکز د بدلیدلو توان لري.

افغانستان اوس مهال په وچه کې یو ایسار هیواد دی، او تر ډیره یې اقتصاد پر پاکستان هیواد تکیه دی، نو افغانستان اوبو ته د ځان رسولو لپاره  مجبور دی تر څو ترانزیټي لارې او ریل پټلۍ جوړي کړي.

دریل ګاډی پټلۍ په ټوله نړۍ کې خپل  اقتصادي ارزښت لري، اودا پټلۍ په یو هیواد کې داسې ارزښت لري لکه  د انسان په بدن کې د وینې رګونه، که په بدن کې رګونه نه وي، نو بدن تش کالبوت وي.

د نړې ریل پوهان پدې اند دي چې د یو لوی پلان له مخې مرکزي آسیا د جنوبي آسیا ، ایران او چین سره د افغانستان له لارې د ریل په خط سره وصل کړي، چې دا به افغانستان له دایمي مجبوریت څخه چې د سمندري لارې نه درلودل دي خلاص کړي او افغانستان به د منځني آسیا او مرکزي اسیا تر منځ د پل حیثیبت ولري او د نړۍ په  لوی تجارتی مرکز به بدل شي.

افغانستان به د عبور او مرور مرکز وی، چئ تقریبآ ۵۵۰۰ کیلو متر ه خط او سلګونه سټیشنونه به ولري د یو منبع له مخې مونږ به د کال ۴۰ ملیونه ټنه اوسپنه، او سلګونه ټنه مس، سلفر، ډبرو سکاره، او نور معد نیات نورو ځایونو ته لیږدوو ، چې په دې کار سره به زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه مساعده شي.

همدا راز د هر ښار څخه چې دغه پټلۍ تیریږي د خلکو په ژوند کې به رغنده اقتصادي رول ولوبوي.

د ریل ګاډو لوی تم ځایونه به ننګرهار، لوګر، کندهار، بامیان او مزار کې وي چې د کراچۍ ، چاه آب او ګوادر له بحري بندرونو سره په مستقیم ډول وصل وي.

کله چې افغانستان د لویو سمندري بندونو سره وصل شي په د ې کار سره به د افغانستان اقتصادي تکیه پر پاکستان له منځه ولاړ شي، ډیر تراتزیټي فیس به ترلاسه کړي ، د افغانستان معدنیات، قیمتي ډبرې، تازه او وچې میوې، زعفران، غالۍ او نور به په ډیرې آسانې سره نړیوال مارکیټ ته لار پیدا کړي، چې دا کار به افغانستان د اقتصاد له پلوه پر ځان ډیر متکي کړي.

فریدریک سټار او ادیب فرهادي په خپلې مقالې کې چې کار پای ته ورسوه ، د افغانستان اقتصاد جوړ کړه، کې داسې کښلي دي: هندوستان اټکل کړی که چیرې د سیمې سیاسي اقتصاد بهتره شي او لویدیځ هیوادونو ته د هندوستان هیواد یواځی شل سلنه سوداګري د سړکونو او ریل پټلیو له لارې ولیږدول شي نو شاوخوا سل ملیارده ډالرو مال به له افغانستانه تیریږي.

باید ووایم چې په هیواد کې د پراخه فساد شتون، بهرنۍ مداخلې، نا امني او د درست اقتصادي میکانیزم نه شتون هغه موارد دي چې د ریل پټلیو او سړکونو جوړول او په یو لوی سوداګریز مرکز د افغانستان بدلیدل به له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.

چې په دې ټولو مواردو کې امنیت ډیر اړین دی، ځکه چې امنیت به نه یواځی د ترانزیټ ستونزه حل کړي بلکی د لویو پروژو ( کاسا زر، ټاپي، ټوټاپ) عملي کولو لپاره هم زمینه برابره کړي، چې د یادو پروژو په عملي کولو سره به په سیمه کې تجارت لا پراخه شي او افغانستان به د پرمختللو اقتصادي هیوادونو په قطار کې ودریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *