د پوهنې نړیواله ورځ چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې نمانځنه کیږي، دا ځل د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ د ملي نولس کلنې لوبډلې لوبغاړو ترمنځ په یوې لس اوریزې لوبې ونمانځل شوه.

1په دغه نمانځغونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس او په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود، د پوهنې وزارت مرستیال آصف ننګ، د ملي شورا غړو، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون رئیس حاجي فضل کریم فضل، د مدني ټولنو غړو او د کرکټ مینه والو ونډه اخیستې وه.

ښاغلي مسعود په خپله لنډه وینا کې د غونډې ګډونوالو ته داسې ووییل “افغانستان پوره درې نیمې لسیزې د ظلمت ناخوالې وزغملې، پوهنه چې د بشریت له بنسټیزو اړتیاو څخه ګڼل کیږي، ډیری ځوانان ترې بې برخې پاتې شول. راځئ چې ددغې ورځې له نمانځنې څخه وروسته دا لوړه وکړو چې د پوهنې لپاره به کار کوو، پوهنه به د خپل ژوندانه لومړنی هدف ګرځوو او د ځوانانو لپاره به د پوهې او علم زده کړې زمینې مساعدولو په برخه کې خپلې هلې ځلې ونه سپموو“.

د پوهنې وزارت مرستیال آصف ننګ په خپله وینا کې د پوهنې بهیر پرمختلونکی وباله او په هیواد کې یې د زده کونکو احصایې وړاندې کولو ترڅنګ سواد زده کړه د ژوندانه له بنسټیزو اړتیاو څخه وګڼله“.

د غونډې په ترڅ کې نورو ګډونوالو هم خپلې ویناوې واورلې او د پوهنې په هکله یې خپل نظریات وړاندې کړل.

غونډه د ملي نولس کلنو لوبډلې لوبغاړو ترمنځ په یوه لس اوریزه سیالۍ پای ته ورسیده چې د سلګونو مینه والو له لوري بدرګه کیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *