حمیدالله فیضي||
د نافذه قوانینو پر بنسټ د افغانستان دولت اړ دی چې د وړتیا او لیاقت د اصل له مخې خلک پر دندو وګماري، او هغه کسان چې استعداد او د کارکولو وړتیا ولري له زده کړې سره سم باید دولتي ارګانونو او خصوصي کمپنیو ته وپیژندل شي، څو دندې ترلاسه کړي. د کړنو او کارکردګۍ د ښه والي او اداري فساد د کمولو په موخه د واسطې له منځه وړل د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځاي لري، خو ډیرۍ کسان په دې اند دي چې دمګړۍ تر ډیره بریده د ښایسټه سالارۍ اصل ته پام نه کیږي او له عادي کسانو څخه نیولې تر لوړ پوړو چارواکو پورې ګڼ شمیر کسان په دولتي بستونو کې د ضوابطو پرځای د اړیکو له مخې ګمارل کیږي.
ډیریو دولتي بستونو کې طبي ډاګټران په اقتصادي برخه کې کار کوي او د اقتصاد پوهان زړه ښه کړی چې سپینې چپنې واغوندي او دخلکو طبي او روغتیایې ستونزې حل کړي.
ویل کیږي چې ځینې بستونه آن پلورل کیږي او دولتي لوړ ملکي او نظامي ماموریتونو لپاره باید ځانګړې پیسې ورکړې، یعنې په دې معنې چې دا لوړې څوکئ هریوه بیله بیه لري او که غواړئ چې په داسې اداراتو کې په دندې وګمارل شئ، چې عواید ولري باید پیسې ورکړئ او هغه هم افغانۍ نه بلکې ډالر چې لیږد رالیږد یې آسانه وي.
په اداراتو کې په نامه د اداري اصلاحاتو پروسه پلي کیږي، په ډیریو اداراتو کې چې اوس د سي بي ار ازموینه اخیستل کیږي په لومړي تحریري ازموینه کې هم داسې کسان نوماند کوي چې په خپله د هغې ادارې کارمندان وي او یوازې دومره کسان وي چې هغې پروسې ته ځواب ووایې .
د اداري اصلاحاتو د ادارې له مشر ښاغلي نادر نادري څخه مو هیله هم داده چې دغو ستونزو ته رسیدنه وکړي او هغه کسان چې د هغې اداره کې له لوړ پوړو دولتي مامورینو سره لاس ولري په سي بي ار کې بریالي نه شي، ځکه دا پروسه هم فساد ځپلې او یوازې په نوم پاتې دی.
د بیلګې په ډول په لومړي تحریري ازموینه کې هغه کس ته چې کره څارنه نه وي دومره نمرې ورکوي چې په دوهمه تقریري یا مرکې په ډول ازموینه کې بریالی شي.
د افغانستان دولت د پالیسۍ او د ګمارنې د تګ لارې پربنسټ یوازینی موخه یې د روابطو پرځای ضوابطو ته لومړیتوب ورکول، د وړ او ځواکمن مدیریت رامنځته کول، د مسلکي کدرونو جذبول، د ګمارنې د پروګرام بشپړ روڼوالی او د تشکیلاتي جوړښت د ښه تنظیم لپاره د استعداد لرونکو او په لوړو زده کړو د سمبال وګړو په دندو ګمارل دي. خو په عمل کې داسې نه دي هر ادارې ته چې ننوځې لومړی به وسیله او واسطه کوې چې تاته تش بست در په ګوته کړي او په دوهم قدم کې بیا شارلست کیدل ډیر سخته خبره ده او په دریم قدم کې بیا یوازې د پروسې د بشپړولو په موخه له ازموینې ورکوونکو څخه ګټه اخیستل کیږي.
که چیرې ګمارنې پروګرام بشپړ روڼوالی ولري، ښایې ډیر ژر په افغانستان کې د اداري فساد مخه ونیول شي، کارې چارو کې چټکوالی رامنځته شي او وړتیا لرونکي وګړي به د افغانستان په دولتي ارګانونو کې په دندو وګمارل شي او ګڼ شمیر ظرفیت لرونکي او زده کړه ایز وګړي به دندې ترلاسه کړي.
په همدې حال کې د ګمارنې د پروسې په روڼوالي سره د خلکو او حکومت ترمنځ به واټن کم شي، ولس به له حکومت څخه خپل ملاتړ زیات کړي، د وسله والو مخالفینو لیکې به کمزورې شي او د دولت واکمنۍ به د هېواد ګوټ ګوټ ته وغځیږي.
د هېواد تر ټولو لویه شتمنۍ بشري سرچینې دي او په بشري سرچینو پانګه اچونه د افغان دولت له لومړیتوبونو څخه دي، پر همدې بنسټ د ملي یووالي حکومت هڅه کوي چې د ټولنې استعداد لرونکي وګړي په ځانګړي توګه هغه کسان لوړې زده کړې ولري په دولتي څوکیو کې په دندو وګماري.
په همدې حال کې د ګمارنې د پروګرام روڼوالي تر ټولو لویه لاسته راوړنه د ښې حکومتوالۍ رامنځټته کیدل، د اقتصادي ودې لوړوالی، د چارو ښه تنظیم، او ظرفیت لرونکو وګړو کارول دي، چې د افغانستان کاري ماشین لاهم چټک شي او د کلونو کلونو مځل په میاشتو او ورځو کې ترسره کړي. خو اوسمهال اوس د کمارنې په پروسه کې روڼوالي په خوب او خیال بدل شوی، چې حقیقت ته رسیدل یې ستونزمن دي.