تاند، چهارشنبه د اسد ۲ مه: د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي، افغانستان کې یې مخابراتي شبکو او د انټرنیټي شبکو ګډونوالو ( کورونو او دفترونو) ته د انټرنیټ بیه ۳۵ سلنه راکمه کړې ده.
د مخابراتو وزارت سرپرست فهیم هاشمي په دې اړه یو خبري کنفرانس ته وویل، له دې وروسته به کورونو او دفترونو ته د انټرنیټ بیه له ۹۶ ډالرو څخه ۶۰ ډالرو ته راښکته کړي.
د ښاغلي هاشمي په خبره د مخابراتي شبکو د انټرنیټ په بیو کې هم د پام وړ کموالی راغلی: ((موږ هڅه کوو چې ۳ جي او فورجي انټرنیټ هم ارزانه کړو.))
نوموړي زیاته کړه، نه یوازې د انټرنیټ د بیو به راکمولو کار روان دی بلکې د انټرنیټي خدماتو کیفیت به پخوا هم لوړ کړو.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې لا هم د انټرنیټ د بیو او کیفیت له پلوه پر خدماتو خلک نیوکه کوي.
د کره شمېرو له مخې دا مهال افغانستان کې ۱۰ میلیونه کسان انټرنیټ کاروي چې له دې منځه یوازې دولتي سلام شبکه پر خلکو ارزانه انټرنیټ پلوري او د هغې کیفیت هم خورا ټیټ دی.
If afghan leaders including taleban donot unite then wait for worst insult from America and neighbors countries.for All mighty Allah be unite against the insulting foolish and aggressive policies and remarks of world powers and neighbors leaders.from kpk