تاند، یکشنبه، د جدي ۲۹مه: د خبریالانو دخوندیتوب کمېټه وايي، په ۲۰۱۹ کال کې په ټول افغانستان کې ۵ خبریالان وژل شوي دی او دا د تېر کال په پرتله ۷۱ سلنه کموالی ښيي.
د دې کمېټې مشر نجیب شریفي نن په یو رسنیز کنفرانس کې وویل، تېر کال ۲ خبریالان طالبانو وژلي، یو داعش وژلی دی او ۲ نور زورواکانو وژلي دي.
نوموړی وايي، په تېر کال کې په خبریالانود تاوتریخوالي کچه هم له ۱۳اعشاریه ۲۲ سلنې ډېره راکمه شوې ده: (( تېر کال په خبریالانو د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې شوې دی، ۴۲ یې حکومت لخوا دي، ۳۳ د طالبانو، ۱۴ د ناڅرګندو کسانو، ۷ د زورواکانو، ۴ د داعش، ۱ د غلو او ۴ د رسنیو د مسوولانو لخوا په خبریالانود تاوتریخوالي پېښې دي.))
ښاغلی شریفي وايي، په ۱۰۵ پېښو کې ۵ پېښې د قتل، ۱۸ د ټپي کولو، ۲۵ د ګواښ، ۱۲ د وهلو ډبولو، ۳۳ د بد چلند، ۱ د غیر قانوني اخراج، ۱ د ناقانونه برخورد، ۳ د ناقانونه نیولو، ۷ د تښتونې پېښې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۹ په پرتله ۲۰۱۸ او ۲۰۱۷ د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال یاد شوی دی، په دغو کلونو کې نږدې ۴۰ افغان خبریالان په مختلفو بریدونو کې ووژل شول.