تاند، سه شنبه، د حمل ۲۶ مه: د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د د امریکا او طالبانو د سولې له هوکړې راوروسته په افغانستان کې له تاوتریخوالي ډکو پېښو کې ۸۳ ملکیان وژل شوی او ۱۱۹ نور ژوبل دي.

د راپور له مخې په دې موده کې (د مارچ له لومړۍ څخه د اپریل تر ۱۴مې) طالبانو ۳۵ تنه له ځان سره برمته کړي هم دي او د برخلیک په اړه یې دقیق معلومات تر اوسه نشته.

د راپور له مخې په دغه موده کې ۵۰ سلنه بریدونه طالبانو ترسره کړي او پاتې یې داعش یا هم نامعلومه وسله والو ترسره کړي دي.
په همدې حال کې د دفاع وزارت یو ویاند فواد امان وايي، چې طالبانو د سولې له هوکړې راوروسته پر افغان ځواکونو له ۲۱۶۲ زیات بریدونه کړي دي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه وايي، پر طالبانو یې د ډېر مجبوریت په وخت بریدونه کړي او شمېر یې ۳۰۰ بریدونو څخه نه اوړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه د سولې هوکړه وکړه چې تر دې دمه پرې یوه نیمه میاشت اوړي، خو افغان حکومت په دې موده کې ۳۶۱طالب زندانیان خوشې کړې دي خو طالبانو بیا ۲۰ تنه وړمه ورځ د سور صلیب کمېټې ته وسپارل.

د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان ویلي، چې طالبانو ټول ملکیان ورخوشې کړي دي، خو زلمي خلیلزاد چې تازه یې له طالبانو سره هم کتلي دي، د دغې پروسې هرکلی کړی دی او د سرعت غوښتنه یې هم کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *