اسمعیل یون

په سياست کې د قدرت معاملې ثابتې نه وي، وخت پر وخت بدلون مومي؛ هر کله چې د متضادو بهيرونو تر منځ د ځواک انډول برابر او مساوي وي، تفاهم، ثبات او پخلاينه نه رامنځته کېږي، خو کله کله چې دواړه متضادې خواوې د تعقل او منطق پرنسيپ ته غاړه کېږي او دواړه لوري پر دې قانع شي چې يو بل نه شي حذفولای، نو دا وخت بيا تفاهم ته هم، لاره اوارېږي، خو د افغانستان په شان ختيزو ټولنو کې د سياسي او پوځي ځواکونو تر منځ د قواوو انډول اکثره وخت د جنجال او جګړې د تداوم سبب شوی دی.

تر (۱۳۵۷ل) کال د مخه په هېواد کې سياسي ځواک تر ډېره بريده د ملتپالو، پرمختګ غوښتونکو او نسبتاً معتدلو روښنفکرانو او نيمه فيوډرالي ځواکونو په لاس کې و، دې حالت تقريباً د افغاني ټولنې د عامه ذهنيت ښکارندويي کوله او ټولنه هم له ثبات او نسبي پرمختګه برخمنه وه. پر (۱۳۵۷ل) کال کيڼ اړخو ځواکونو د يو ناسنجول شوي انقلابي عمل په نتيجه کې دا حالت پايته ورسوه. دې سره سم د شوروي اتحاد يرغل پيل شو. دې کار نو هغو ښي اړخو حرکتونو ته چې لا د مخه يې فعاليتونه پيل کړي وو، ښه پلمه په لاس ورکړه، ديني روحيه، مذهبي جذبه او پردۍ وسله سره ټول يو ځای شول. شوروي نړيوال ځواک او د هغوی ملګري په کابل کې د کيڼ اړخو تر شا ودرېدل، غربي نړۍ او د اسلامي نړۍ زياته برخه د ښي اړخو تر شا. د متضادو افکارو ټکر او د پوځي امکاناتو انډول ددې سبب شو چې جګړه (۱۴) کاله اوږده شي. کله چې د کين اړخو بهرنی فکري او پوځي ځواک کمزوری شو، نو د دوی د واک تداوم هم ناممکن شو. ښي اړخي له خپلو افراطي ولولو سره پر لويو ښارونو ورشېوه شول، خپلو پخوانيو ملګرو يې ترې شا واړوله او دوی د واک پر سر پر جګړو اخته شول. دا رنځوونکی حالت ددې سبب شو چې عام ولس له پخوانيو کيڼ اړخو او اوسنيو ښي اړخو جريانونو څخه تر پوزې راشي. له (۱۳۵۷ل)  کال څخه بيا تر (۱۳۷۵ل) کال پورې ملي ځواکونو او افکارو ځکه وده ونه کړه چې کورنی او بهرنی چاپېريال ورته برابر نه و. په کور دننه دا دواړه اړخونه د ملي ځواکونو مخالف وو، نو ځکه خو په حکومتي او جهادي دواړو چاپېريالونو کې ورته د ودې زمينه برابره نه شوه. د طالبانو اسلامي تحريک د جهادي ډلو کمپله ټوله کړه، خو څرنګه چې هغوی په خپله هم د جهاد دويم نسل ګڼل کېده؛ افراطي مذهبي افکار يې درلودل او له بلې خوا يې د دولتولۍ تجربه او ظرفيت نه درلودل، نو ځکه خو په خپله پر يو بل بحران بدل شول. له نړيوالو زبر ځواکونو سره د طالبانو ټکر دې ته زمينه برابره کړه چې د جهادي ډلو په نومونو يو بل ځواک يو ځل بيا  د نړيوالو په مرسته پر کابل واکمن شي. دې ځواک ظاهراً جهادي رنګ درلود، خو ماهيت يې افغان ضد او پښتون ضد و، دا ځواک د اسلامي جمعيت، اسلامي وحدت، اسلامي او ملي جنبش او ځينو نورو تنظيمونو په وجود کې د يو شمېر لږکيو پټ او پښتون ضد ائتلاف و، چې د بهرنيو ځواکونو په مرسته يې د طالبانو ضد جګړې په دوام کې خپله بقا تظمينوله. دا مهال هم ملي فکر او ځواک ته د ودې ډېره زمينه برابره نه وه، دې حالت نږدې (۱۷) کاله دوام وکړ. خو ملي افکارو او ملي ځواکونو د همدې (۱۷) کلونو په بهير کې له همدې نيمه او يو اړخيزه ولسواکۍ او د رسنيو له نيمه ازادۍ څخه يو څه ګټه پورته کړه، د کيڼ اړخو، ښي اړخو ملت ضد واکمنو کړيو پر ضد يې غږونه پورته کړل. دا غږونه که څه هم متفرق وو، همغږي په کې نه وه، خو څرنګه چې عام ولس له ټولو يادو جريانونو او د هغو د ممثلينو له عملونو ستړي شوي وو، دې حرکت ته يې هرکلی ووايه. اوس چې په هېواد کې پخواني کيڼ اړخي له فعاليته غورځېدلي، يا هم په نورو ډلو کې حل شوي او دل شوي، پخوانۍ جهادي ډلې هم خپل هغه پخوانی، کيفيت او کميت نه لري او ملت ضد عناصر هم په حکومت کې د فسادونو په هر ډول کې راټاله دي. د ملي ځواکونو او افکارو د قوت او ودې لپاره تر بل هر وخت ښه زمينه برابره ده. اوس چې د (انجنير ګلبدين حکمتيار) په مشرۍ د اسلامي حزب اصلي او نادولتي برخه هم په سياسي او سوله ييزه پروسه کې را داخله شوې، نو دې سره سياسي قوتونه يو ځل بيا له چغله تېرېږي، نوي سياسي بهيرونه رامنځته کېږي او يا هم هر رنګ له خپل رنګ سره يو ځای کېږي، نو په دغسې يو چاپېريال کې د درېو سياسي جريانونو د ټوکېدو اټکل کېږي:

۱-  ملي فکر او ملي ځواک: په تېرو (۳۸) کلونو کې د کيڼ اړخو او ښي اړخو جريانونو متواترو تېروتنو، له زور، جبر، وسلې او اختناق څخه کار اخيستنې، خلک دېته اړ کړل چې د يوه درېيم قوت په لټه کې شي. ښي او چپې ايډيالوژۍ چې له بهر څخه يې مالي، معنوي او پوځي ملاتړ درلود، ددې سياسي جريانونو اصلي  ماهيت او عملي چلند خلکو ته په ډاګه کړ، دا کار ددې سبب شو چې اکثره افغانان د ملي حيثيت، هويت او ملي ماهيت په لټه کې شي. له (۱۷) کلونو راهيسې په حکومت کې سکاريستي ډلې هم ددې سبب شوې چې په هېواد کې د محسوس محروميت او محکوميت له امله د ملتپالنې احساس را ژوندی شي. دا احساس د مدني ټولنو، رسنيزو فعاليتونو او د يو شمېر  سياسي ډلو په فعاليتونو کې راڅرګند شو. که څه هم ملتپالې ډلې يا حرکتونه د هغو دوو نورو په انډول ډېر منظم نه دي، خو د خپلو يو شمېر نا وسلوالو او بې خطره خدمتونو په وړاندې کولو سره يې د ولس احساسي او فکري پاملرنه ځانته را اړولې ده. دا ځواک که څه هم د شکل او تشکيل له مخې خپلې خپلې ستونزې لري، خو وړې او متفرقه ډلې د يو واحد محور پر لوري د حرکت په حال کې دي. له مشخصو استخباراتي کړيو پرته عام نړيوال هم له دې ملي حرکت او جوړښت سره، چې اساس يې پر ولسواکۍ ولاړ دی، کومه ځانګړې ستونزه نه لري. نو ځکه خو دا مهال د بلې هرې ډلې په انډول ددې ملي حرکت لپاره عامه ذهنيت او ولسي چاپېريال ښه برابر برېښي.

۲- مذهب محوره جريانونه او ځواکونه:  دا حرکتونه اکثره د تېرو جهادي ډلو او تنظيمونو په بڼه کې څرګندېږي. دا ډلې خپل خپل مشکلات او د تېرو جنګونو خوږې او ترخې خاطرې لري. شوروي يرغل دې ډلو ته قوي مشروعيت ورکړی و او د دوی پر سياسي تېروتنو او عيبونو يې قوي پرده غوړولې وه، کورنيو جنګونو او د طالبانو نظام تر ړنګېدو وروسته نورو نامسلمو هېوادونو او ځواکونو سره د دوی پټه او ښکاره راشه درشه، جوړ جاړی او ان سرټيټي  ددې ډلو مذهبي داعيې ته سخته صدمه ورسوله. طالبانو له دې ډلو څخه مذهبي انګېزه اخيستې او دا ډلې او اشخاص يې د مذهبي انګېزې له پلوه بې وسلې کړي دي، خو څرنګه چې طالبان کوم منظم سياسي جريان نه دی؛ يو پوځي او مذهبي بهير دی، نو کله چې بهرني ځواکونه نه وي، د دوی مذهبي انګېزه هم کمزورې کېږي او کله چې جګړه پايته ورسېږي، نو طالبان يوازې د (طالبانو) په توګه مطرح کېږي چې مجبور به وي له کوم منظم سياسي اسلامي تنظيم سره ځان وصل کړي.

د اسلامي حرکتونو په جمله کې د حکمتيار اسلامي حزب هغه تنظيم دی چې د نورو په انډول هم منظم دی او هم يې لا تر اوسه ديني او مذهبي انګېزه ساتلې ده، د (جمعيت)، (اتحاد) او ځينو نورو تنظيمونو په شان په تېره (۱۷) کلنه واکمنۍ کې هم شريک نه و، البته ځينې کسان يې د همدې ګوند له نامه څخه په ګټې اخيستنې څه ناڅه د حکومت ونډه وال وو، خو دا هغه ډول اشخاص وو چې اکثره يې د ځينو نورو تنظیمونو د غړو په شان د جمعيت تنظيم اوامرو ته غاړه ايښې وه، اسلامي جمعيت او اسلامي وحدت او داسې نور تنظيمونه چې اساساً قومي تنظيمونه دي، خو د اسلام تر پوښښ لاندې يې سياسي فعاليتونه کول او کوي يې، دوی هم تر دې وروسته نه شي کولای چې په اسانۍ سره د جهاد او اسلام له نامه څخه د خپلو سياسي فعاليتونو د تداوم او خپلو ګټو د تضمين لپاره کار واخلي. په دې ډول اکثره مذهبي او جهادي ډلې او د مذهبي سياست پلويان به ترډېره بريده د حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب پر محور راوڅرخي او په دې ډول به د ديني انګېزې او مفکورې پر اساس يو نوی سياسي جريان رامنځته شي. البته د حکمتيار او اسلامي حزب پخواني شاليد ته په پام سره دا به هم اسانه نه وي چې دوی دې ټول هغه اشخاص او ډلې پر ځان راټولې کړي چې دوی ته ورته نظريات لري، خو بيا هم تر بلې هرې ډلې به د دوی کميت او کيفيت زيات وي.

۳- اقليت محوره ګروپونه: پر افغانستان باندې د روسانو تر يرغل وروسته، روسانو هڅه وکړه چې د قدرت طبيعي او اصلي سرچينې له منځه يوسي او يا يې کمزورې کړي، نو ځکه خو يې د ځواک مصنوعي او فرعي سرچينې رامنځته کړې، روسانو فکر کاوه چې دا ډول سرچينې د دوی په مرسته خړوبېږي او په کم قيمت حاضرې دي د دوی استعماري غوښتنو ته هرکلی ووايي، نو ځکه خو يې د اقليتونو د حقوقو د مدعيانو په توګه يو شمېر اشخاص او ډلې راوټوکولې، دوی کوښښ کاوه چې د افغانستان په اکثرو وړو قومونو کې د اکثريت پر وړاندې د اعتراض او نيوکې روحيه پياوړې کړي، خو په ټولو کې بريالي نه شول. د پرچم، جمعيت، ستم او وروسته د وحدت حزب له لارې په دې بريالي شول چې په تاجکو، ازبکو او هزاره وو کې يو شمېر ډلې او اشخاص په دې روحيه وروزي او د خپلو ګټو لپاره يې استخدام کړي. د (۱۳۵۸ل) کال د جدي تر (۶) مې نېټې وروسته دا لړۍ شروع شوه او د (ډاکټر نجيب الله) تر واکمنۍ وروسته د اسلامي جمعيت په وجود کې دې لړۍ لا پسې زور واخيست. طالبانو بيا په خپل زور دا ډلې ټپلې تر (کولابه) ورسولې او د قدرت بېلابېلې سرچينې يې ختمې کړې. د طالبانو د سياسي تدبير د نشتوالي له امله، دا ډلې د نړيوالو ځواکونو په مرسته يو ځل بيا پر کابل داسې واکمنې شوې چې د افغانستان په تاريخ کې يې ساری نه و ليدل شوی، بهرنيو ځواکونو په مستقيم او نامستقيم ډول او د اقليتونو د حقوقو مدعيانو په مستقيم ډول د هېواد د اکثريت (پښتنو) پر ضد نامحدوده فعاليتونه پيل کړل، ددې اشخاصو حاکميت د (حامد کرزي) په ظاهري حاکميت سره پيل او د (اشرف غني) د ګډوله حکومت په امتداد سره اوس هم دوام لري. دې ډلو او اشخاصو د (جهاد او مقاومت) تر دوو نومونو لاندې ناشمېره امتيازات واخيستل او د حکومت اکثريت رګونه يې ونيول. په تېرو (۱۷) کلونو کې ددې ډلو له خوا داسې اشخاص وروزل شول او داسې جريانونه رامنځته شول چې له پښتنو او د هېواد له ملي هويت او مرکزي رياستي سستم سره يې نفرت او کينه اوج ته رسېدلي دي. دا ډلې ټپلې تر ډېره بريده له بهرنيو سرچينو او د حکومتي سرچينو په امتيازاتو خړوبېږي، که ددې ناقانونه امتيازاتو لاره پرې بنده شي، نو خپله سياسي بقا په هېڅ وجه نه شي تضمينولای، خو اوسمهال دا ډله او اشخاص پر يو اقتصادي، سياسي، حکومتي، مافيايي او ان اخلاقي ضد جريان بدل  شوي او د سپين سترګۍ وروستي حد ته رسېدلي دي، په مجموعي ډول اوسني سياسي حرکتونه د دغسې يو مثلث بڼه لرلای شي.

مثلث:

۱- ملي فکر او ملي ځواکونه

۲- مذهب محوره ځواکونه

۳- اقليت محوره ځواکونه

حل لارې: د ملي او اسلامي ځواکونو تر منځ مشترکات شته، ملي ځواکونه د ملي تفکر او احساس تر څنګ يوې  عقيده يي پانګې ته اړتيا لري، اسلام د ټول بشر د لارښوونې دين دی، په دې او هغې دنيا کې د ژوندانه د تنضمين لپاره تر ټولو ښه عقيده ده. کله چې فکر، احساس، عقيده او انګېزه ټول سره ملګري شي، غټ قوت ترې جوړېږي، اسلامپالو افغان حرکتونو هم يوه اوږده تجربه ترلاسه کړې؛ په دې مانا چې د نړۍ بل هېڅ مسلمان حاظر نه دی چې خپله خاوره د دوی د خوښې اسلام د تطبيق لپاره وقف کړي، څرنګه چې عقيده په خلا کې نه پلې کېږي، نو ځکه خو دوی هم جغرافيا او ملت ته اړتيا لري، مجبور دي چې ددې جغرافيې او همدې ملت ارزښتونو ته درناوی وکړي او ملتپالو او هېوادپالو جريانونو سره غاړه يوسي. ملت ضد او اسلام ضد عناصر چې په درېيمه کټه ګورۍ کې معرفي شوي، د هغوی غوښتنې او لايتناهي هوسونه نه د ملت په ګټه دي او نه هم د دين له اساساتو سره سمون خوري. که چېرې افغان ملتپال او اسلامپال حرکتونه (د افغانيت او اسلاميت) د پراخ مفهوم تر چتر لاندې په لويو ملي مسايلو کې همغږی حرکت وکړي او په لومړي ګام کې د دولت رګونه له شريرو، مفسدو، افغان ضد او اسلام ضد عناصرو څخه پاک کړي او د هغو د ملاتړ بهرنۍ سرچينې په تدبير سره وچې کړي، نو هم به په واقعي مانا د يو  ملي او اسلامي حکومت جوړېدو ته لاره اواره شي، هم به د هېواد جغرافيايي يووالي ټينګ شي او هم به هېواد د پرمختيا او سوکالۍ پر لوري روان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *