تاند، یکشنبه، د قوس ۳مه: په هرات کې د ټول هېواد په کچه لومړنۍ د سیرومو د تولید فابریکه جوړه شوه.

د هرات د عامې روغتیا ریاست لخوا پر خپله فیسبوک پانه خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، دغه فابریکه اوسمهار په ازمايښتي ډول د لابراتوار تر ارزونې لاندې ده.

یاد ریاست وايي، دا به د افغانانو لپاره لومړنۍ د سیرومو د تولید فابریکه وي او که تر لابراتواري پلټنو وروسته یې برایلۍ ارزونه راووځي، اجازه به ورکړل شي چې ټول هېواد کې خپل تولید کړي سیروم وویشي.

 د هرات د روغتیا ریاست وايي، دا فابریکه د دې ولایت په صنعتي پارک کې یو افغان پانګه وال جوړه کړې ده.

دا مهال په هرات کې له ۳۰۰ زیاتې فابریکې فعالیت لري چې د خوراکي توکو له پلوه یې افغانستان تر یوه حده ځان بسیاینې ته رسولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *