له بده مرغه افغانستان کې لا د روس ماینونه پاک نشو چې د طالب ماینونه د 1996-2001 پورې شروع شول د نویمو کلو راپه دیخوا د ورځې په اوسط کې شل کسان په ماین چاودنه کې وژل کېدل، چې د کال تر شپږزرو وګړو پورې رسېدل.
په 2000 کال کې دا رقم د ورځې سلو کسانو ته واوښت. د ماینونو د اقتصادي ضرر په هکله لا څیړنې نه دي شوي.
ټاکل شوې ده، چې افغانستان تر کال 2023 د ماینونه څخه پاک شي. خو د څلویښت کلنې جګړې د ماینونو پاکول اسانه کار نه دی سره له دې چې د افغانستان د ماین پاکولو اداره په مجهز پرسونل او چټکتیا سره کار کوي، اوس هم د ډېرو تنګلاسیو سره مخامخ ده. دا ستونزې عبارت دي د بودجې کموالی، د امنیت نشتون، او ډېر ناچاودېدل شوي مواد چې په بېلابېلو ولایاتو کې موجود دي. دا خطر کېدای شي، چې لسیزې نور دوام وکړي.

د ماینونو پاکولو ته د امریکا لخوا 647 میلیونه ډالره بودیجه ورکړل شوې ده، چې تر 2023 پورې افغانستان د ماینونو څخه پاک شي؛ خو هر کال دې د بودجې په پلي کولو کې افغانان وروسته پاتې وي.
په افغانستان کې د ماینونو د چاودنې او د کیمیاوي وسلو له امله مرګ ژوبله په سمه توګه احصایه نه لري، یواځیني ځای کې چې دا احصایه اخېستل کېده هغه په نویمو کلونو کې د سرې میاشتې یو روغتون و. پس له 2001-2018 پورې د امریکا د احصایه په اساس ټول 20135 راپور شوی مرګ ژوبله د درېیو چاودېدونکو ماینونو څخه چې IED, AIM, ERW دي اخېستل شوې ده. دغه دری ډوله ماینونه د روسانو د وخت نه هم لاپاتي دي. همدارنګه هغه ماینونه چې امریکا مجاهدینو ته ورکول او د طالبانو لخوا ایښودل شوي ماینونه اوس هم په لویه کچه موجود دي.
د 1979 کال څخه راپه دیخوا د افغانستان په سرحدونو کې د روس ماینونه ښخ دی. کله چې سره روسان ووتل نو په 1988-89 کال کې نړیوال سازمانونه راغلل او د دې ماینونو د پاکولو کار یې پیل کړ چې په نتیجه کې یې د ماینونو د بندیز نړیوال قانون په 1998 کې رامنځ ته شو.
(international movement to ban land mines)
Anti Personnel Mine Ban convention (APMBC)
په افغانستان کې نه یواځې IED دي بلکه راچاودېدل شوې وسلې، خوشه یي بمونه موجود دي. د افغانستان د دولت د وروستۍ احصایې په اساس1782 کیلومترمربع ساحه په ماینونو پوښل شوې ده؛ خو ددی ساحو پاکول ځکه لویه ستونزه ده، چې دا په بېلابېلو ځاینو کې خپاره دي.
د دې ماینونو انساني تلفات د روسانو د وخت نه تر نن پورې 35000 کسانو ته رسېږي چې اکثراً نارینه او هلکان دي. د ماینونو څخه پاک افغانستان هغه مهال امکان لري چې دا پروسه په روښانه ډول د یو باثباته دولت تر څنګ ترسره شي. سوال دا دی چې امریکا څنګه کولای شي دغه ماینونه لکه څنګه چې یې په ویتنام، کمبودیا او لاوس کې ختم کړل پاک کړي؟
د جګړې بیه یا the cost of war هغه پروژه ده چې پنځه دیرش اکاډمیک سکالر پرې د دوه زره یولسم کال نه تر اوسه پورې په واټسن برون پوهنتون کې کار کوي. دا پروژه د جګړې لګښت، مرګ ژوبله، ټولنیز اړخ ، د جګړې اغېزه پر چاپیریال او د جګړې هغه لګښتونه چې واضح نه دي څېړي.
ماخذ:
The Human and Financial Costs of the Explosive Remnants of War in Afghanistan, September 2019