د امنیت شورا غونډه

تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۷مه: د ملګرو ملتونو امنیت شورا له سختو چنو وهلو وروسته په افغانستان کې د خپلې استازولۍ یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړ.

په دې اړه تېره شپه د ملګرو ملتونوامنیت شورا پرېکړه لیک د دې شورا د ۱۵ غړو تر منځ رایې ته کېښودل شو چې بالاخره تایید یې ترلاسه کړ چې له مخې به یې د ملګرو ملتونو ماموریت د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر تر ۱۷مې نېټې پورې په افغانستان کې تمدید وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو شپږ میاشتنی ماموریت پرون سه شنبه ختم شوی و، خو چین یې د غځولو سخت مخالفت کاوه چې بالاخره د جرمني او انډونیزیا سفیرانو سره تر مذاکراتو وروسته چین هم ملګرو ملتونو ته په افغانستان کې د ماموریت غځولو مثبته رایه ورکړه.

د چین جنجال په دې و چې د ملګرو ملتونو د ماموریت غځولو په پرېکړه لیک کې دې د یو کمربند یوې لارې یو تریلیون ډالري پروژه ذکر شي، خو امریکا له دې ټکي سره مخالفت وښود چې ورسره په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځولو په تړاو هم سختې پوښتنې پیدا شوې.

له رایګیرۍ وروسته په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژنګ چون د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه باید هېره نه شي چې د دغه هېواد د ثبات لپاره اقتصادي پیاوړتیا ډېره مهمه ده.

د امنیت شورا په دې غونډه کې چې مشري یې د یوې میاشتې لپاره له روسیې سره ده، د روسیې استازي واسیلي نبنزیا له ټولو هېوادونو مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د ماموریت غځولو ته مثبته رایه ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *