تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۱ مه؛ د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د کورونا ویروس د ۴۰ نویو پېښو په ثبت سره په هیواد کې په کورونا د اخته کسانو شمیر ۴۸۴ ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت نن (پنجشنبه) اعلان وکړ ، اوس مهال په هیواد کې د زړه د کورونا د ناروغانو شمیر ۴۸۴ تنو ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار په ولایت کې د نهو پېښو په ګډون د هیواد په کچه ټولې ۴۰ نوې پیښې ثبت شوې دي او ورسره د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمیر اوس ۴۸۴ ته رسیدلی.
همدارنګه د روغتیایي چارواکو په وینا تر اوسه له کورونا ویروس څخه ۱۵ تنه مړه شوي او ۳۲ نور له دې ناروغۍ روغ شوي دي.
تر دې دمخه د هیواد په سویل کې د کندهار ولایت روغتیا چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې د کورونا ویروس د مثبتو قضیو شمیر ۳۰ ته رسیدلی دی.
په خواشینۍ سره باید وویل شي چې له هرو درې کسانو نه یو یې د کورونا له ویروسه مړ شوی او پاتې دوه نور روغ شوي دي. بنا ټول افغانان باید د کورونا ویروس جدی ونیسي .