تاند، جمعه، د حمل ۲۲ مه: د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کورونا ویروس ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د وزارت ویاند وحیدالله مایار تاند ته وویل، په دې سره افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۵۲۱ ته ورسېد.
نوموړی وایي، د تازه پېښو له جملې ۱۶ پېښې په کابل، ۸ په هرات، ۲ په کندهار، ۲ په لوګر، ۲ په تخار، خو په بامیان، پروان، غور، بادغیس او نیمروز کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.
نننۍ پېښې د پرون په نسبت کمې دي ځکه پرون د کورونا ویروس د ۴۰ نویو پېښو په ثبت سره په هیواد کې په کورونا د اخته کسانو شمیر ۴۸۴ ته رسیدلی و.
همدارنګه د روغتیایي چارواکو په وینا تر اوسه له کورونا ویروس څخه ۱۵ تنه مړه شوي او ۳۲ نور له دې ناروغۍ روغ شوي دي.