تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۷مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د کورونا ۵۴۲ مشکوکې پېښې ازمویل شوې دي چې له جملې یې ۷۰ پېښې مثبتې وې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي، په دې سره په افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۷۸۴ ته رسېدلی دی.
نوموړی وايي، په تازه پېښو کې ۳۱ پېښې په کابل، ۲۲ په هرات، ۳ په کندهار، ۳ په غزني، دوه په میدان وردګو، دوه په کونړ، دوه په ننګرهار، یوه په فاریاب، یوه په ارزګان، ۲ په نیمروز او یوه په بغلان کې ثبت شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې بیا د کورونا د تشخیص ځانګړی لابراتوار د توکو او امکاناتو د نشتوالي له کبله له تېرې ورځې راهیسې وتړل شو.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي، دوی په تمه دي چې له مرکز څخه ورته د تشخیصیه لابراتوار ځانګړي مواد ور ورسېږي.
په افغانستان کې ګڼ لابراتوارونه د توکو او تجهیزاتو له کمښت سره لاس و ګرېوان دي.