تاند، شنبه، د حمل ۱۶مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې د کورونا وایرس ناروغانو شمېر ۲۹۹ ته تنو ته ورسېد او که خلک احتیاط ونکړي په افغانستان کې به لوی ناورین راپورته شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، د کابل په مرکزي لابراتوارونو کې ۸۵ مشکوکې پېښې تر لابراتوار لاندې ونیول شوې چې له منځه یې۱۱ تازه پېښې په کابل، ۲ په سمنګان او بلخ، کندوز، فاریاب، غزني او لوګر کې د کورونا وایرس یوه- یوه نوې پېښه موندل شوې ده.

نوموړي وویل، په افغانستان کې د کورونا وایرس ګواښ ورځ تر بلې جدي کېږي او خلک باید د وزارت په لارښوونو کلک عمل وکړي.
د مایار په خبره په راتلونکو اوونیو کې به کرونا وایرس په هېواد کې زیات خپور شي، چې له همدې کبله خلک هم باید له کورونو راونه وځي.

کورونا وایرس تر دې دمه په افغانستان کې ۶ تنه وژلي، ۱۰ تنه ترې رغېدلي او ۳۰ ولایتونو کې یې مشکوکې پېښې لیدل شوې دي چې له منځه یې په ۱۶ ولایتونو کې دا وایرس ریشې لري.

افغان حکومت د کورونا پر ضد مبارزې لپاره ۲۵ میلونه ډالر بودیجه لري، خو ۱۵ میلیونه ډالر ورته امریکا ورکوي او څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالر بودیجه ورته نړیوال بانک ځانګړې کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *