تاند، دوشنبه، د ثور لومړۍ: د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې د کورونا ناروغانو ۳۰ تازه پېښې ثبت شوې دي چې مجموعي ارقام یې ۱۰۲۶ تنو ته ورسېد او له دې جملې ۱۱۰ روغتیايي کارکوونکي هم پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن دوشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دې ۱۱۰ ډاکټرانو له ډلې ۹۰ تنه یې نارینه او ۲۰ یې ښځینه دي.

هغه زیاته کړه، چې پرون د کورونا وېروس له امله یو بل افغان ډاکټر هم ومړ او په دې سره د کوویډ-۱۹ له امله د افغان مړو شویو ډاکټرانو شمېر څلورو ته لوړ شو.

دی وايي، ډېری پېښې په هرات کې دي چې له جملې یې هرات کې ۵۱ ډاکټران، کابل کې ۲۳، بلخ ۶، کونړ ۵، غزني او ننګرهار درې-درې او نیمروز کې دوه ډاکټران د کورونا په وېروس اخته شوي دي.

ښاغلي مایار زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې د کورونا وېروس شپږ زره ۶۱۲ مشکوکې نمونې اخېستل شوي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۳۰ نوې پېښې شوي او دې سره د مثبتو پېښو شمېر یو زر او ۲۶ ته لوړ شو.

د هغه د وینا له مخې د کورونا وېروس له امله تر اوسه ۳۶ تنه مړه شوي او ۱۳۵ تنه ترې روغ شوي دي.

مایار وویل چې څلورم ډاکټر چې د جوزجان ولایت د حوزوي روغتون محمد داوود پویا دی پرون د کورونا وېروس له امله ومړ.

هغه وویل، په کابل کې د شینوزاده د خصوصي روغتون رییس هم د کورونا وېروس ښکار شو او دې روغتون خپل فعالیت وځنډاوه، پخوا تردې په پلازمېنه کابل کې د ډاکټر یوسف اریوبي چې په (صحت طفل) روغتون کې دنده ترسره کوله هم مړ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *