تاند، دوشنبه، د حمل ۱۱مه: د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست اعلان کړی دی چې په دې ولایت کې د کورونا وېروس ۲۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له دې سره په ټول افغانستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر د ناټو سرتیرو د ۴ پیښو په ګډون ۱۴۵ ته رسېدلی، چې ۱۰۶ یې یوازې په هرات ولایت کې دي.
د یاد ولایت د روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وایي، د یکشنبې پر ورځ له غرمې وروسته ۶۸ مشکوکې پېښې معاینه شوې، چې له ډلې یې ۲۲ مثبتې را وختلې.
د دوی په وینا، دې کسانو کې ۱۳ نارینه او ۹ ښځې دي او ټول د هرات ولایت دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په شپږو ولایتونو هرات، فراه، نیمروز، کابل، کندهار، ننګرهار کې ګرځبندیز اعلان کړی.
په ځینو نورو ولایتونو کې بیا نیمه اضطراري حالت اعلان شوی دی او ولسمشر غني هم د کورونا له کبله د لسو زرو زندانیانو د خوشې کولو فرمان ورکړی دی.
همدا راز د افغانستان په ګاونډي پاکستان کې د کورونا د یونیم زر پیښو له کبله ټولې پولې تړل شوې دي، همداراز هندوستان هم د څو اوونیو لپاره قرنطین شوی دی او پولیس په کورونو کې د خلکو ایسارولو لپاره له زور کار اخلي.
ایران کې بیا د کورونا له کبله د وژل شویو شمېر ۳ زرو ته په نږدې کېدو دی او د باندنیو چارو وزارت یې یو وار بیا په نړیوالو نیوکه کړې چې د کورونا وبا له کبله یې ایران له پامه غورځولی دی، خو چین بیا تازه د کورونا مرکز ووهان ښار ته له دوه میاشتني ځنډ وروسته د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.