تاند، شنبه، د حمل ۲۳مه: د روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د ۳۴ تازه پېښو په ثبت سره د کورونا ناروغانو شمېر ۵۵۵ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت سلاکار وحید الله مجروح نن شنبه یو خبري کنفرانس ته وویل، دا ۳۴ مثبتې پېښې په کندهار، غور، بادغیس، نیمروز ،هرات، کابل، میدان‌وردک، بلخ او بغلان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د نوموړي په وینا له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هرات کې ۸، په کابل کې ۸، په کندهار کې ۵، په بلخ کې څلور، په نیمروز کې هم څلور، په میدان وردګو کې دوه، خو په غور، بادغیس او بغلان کې یوه یوه تازه پېښه ثبت شوې ده.

تر اوسه د کورونا د ناروغانو له جملې ۳۲ تنه جوړ شوي دي خو د وژل شویو ۱۵ کسانو په شمېره دپاسه تېره شپه هم د کابل په افغان جاپان روغتون کې دوه تنه یو ۳۷ کلن او ۶۳ کلن سړی مړ شوی دی.

د افغان جاپان روغتون وايي، په مړو شویو کسانو کې د یو کس د کورنۍ ۱۲ غړي په کورونا اخته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *