تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴مه: د عامي روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر د ۵۲ تازه پېښو په ثبت سره ۶۰۷ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ پېښې په کابل، ۸ په کندهار، ۷ په هرات، ۴ په بلخ، ۲ په بامیان، ۱ په ننګرهار، یوه په هلمند او یوه مثبته پېښه په پکتیا کې ثبت شوې ده.

د وزارت په وینا تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۳۷ تنه روغ شوي او ۱۸ نور مړه دي او تر اوسه یې نږدې ۴۲۰۰ مشکوکې پېښې یې ازمایلې دي.

همدا راز تېره ورځ په اسلام اباد کې افغان سفیر خبر ورکړی و چې پاکستان کې هم له دغې ناروغۍ دوه تنه افغانان مړه شوي دي، همدا راز څه موده وړاندې په ایران کې بیا د نږدې ۵۰ افغانانود مړینې راپور ورکول شوی و چې بیرته یې معلومات تازه نه شول.

دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې یومیلیون او ۷۷۸ زرو ته لوړ شوی دی او د مړو شمېر یې له ۱۰۸ زرو اوښتی دی، خو روغو شویو کسانو شمېر ۴۰۰ زرو څخه اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *