تاند، جمعه، د حمل ۸مه: د هرات د عامې روغتیا ریاست د کورونا له ناروغۍ څخه د دریم افغان ناروغ د رغېدو خبر هم ورکړ.

د هرات د روغتیا رئیس عبدالحیم تمنا وايي، دا ځل یو ۶۵ کلن سړی له کورونا ناروغۍ څخه روغ شوی او د قرنطین مودې له پوره کولو وروسته له روغتونه کور ته رخصت شوی دی.

 تر دې وړاندې له کورونا ناروغۍ څخه یو بل کس په هرات او دویم یې په دایکنډي ولایت کې له کورونا ناروغۍ څخه رغېدلی او کور ته رخصت شوی و.

 دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دا مهال د کورونا ناروغان ۹۵ تنو ته رسېږي او د مړو شمېر یې ۴ ته رسېدلی دی، په افغانستان کې تر اوسه ۹۰۰ شکمنې کورونا پېښې موندل شوي چې له منځه یې ۹۱ تنه افغانان او ۴ د ناټو ځواکونه د کورونا په ویروس اخته پیژندل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *