تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په هیواد کې د کورونا د د ویروز ۶ نور مشکوک کېسونه هم منفي ثابت شوي دي.
د وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، دا مشکوکې پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، نیمروز، سمنګان او بلخ کې د تشخیصه لابراتوارونو له خوا دوی ته استول شوي دي.
د مایار په خبره دا مهال په ټول افغانستان نکې د کورونا ۱۶۵ مشکوکې پېښې ثبت شوې دی چې له دې منځه یې ۷ پېښې مثبتې او ۱۵۸ نور پېښې منفي وې: (( له دې منځه د کورونا ۵ پېښې په هرات کې مثبتې وې او ۲ پېښې په سمنګانو کې مثبتې وې او دا ټول کسان له ایران څخه راوښتي وو.))
دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د کورونا ویروس په تېزۍ سره مخ په خپرېدو دی او د روغتیا نړیوال سازمان هم دا ناروغي نړیواله وبا اعلان کړې، خو ایران چې په یوه اوونۍ کې یې یوازې ۲۰ زره افغانان د هرات او نیمروز په بندرونو را اړولي دي، سیمې ته د دغې ناروغۍ په خپرولو تورن دی.
افغان حکومت که څه هم په سرحداتو له ایران سره د کورونا پر ضد جدي اقداماتو کې پاتې راغلی بلل کېږي، بیا یې هم تېره ورځ امنیت شورا د نوروز جشن نه لمانځلو امر کړی دی.