دناټو وايي، د سرطان په پنځمه یې افغانستان کې د امریکا دوه سرتېري وژل شوي دي چې دې سره سږ کال د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر ۹ ته ورسېده.
ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په دې اړه خبرپاڼه کې تایید کړې ده چې دوه امریکايي سرتېري يې د سه شنبې په ورځ وژل شوي، خو هویت، ځای او د پېښې نوعیت یې نه دی په ډاګه کړی.
ناټو وایي، کله یې چې پلټنې بشپړې شوې د وژل شویو سرتېرو هویت به هم اعلان کړي.
بلخوا طالبانو دعوی کړې ده چې دغه دوه امریکایي سرتېري د دوی وسله والو د وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د کمین پر مهال وژلي دي.
د دغو دوه امریکايي سرتېرو په وژل کېدو سره سږ کال افغانستان کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر نهو ته ورسېده، په داسې حال کې چې ۲۰۱۸ کال کې ټول ټال ۱۵ امریکایان افغانستان کې وژل شوي وو.