تاند، جمعه، د عقرب ۱۰مه: له هلمند، کندهار، ارزګان، کونړ او ننګرهار وروسته په پکتیکا کې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوه.

په دې سره روان ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د پولیو پېښو شمېر ۲۰ ته ورسېد.

د پکتیکا د عامې روغتیا رئيس عبدالهادي هاشمي تاند ته په ټلیفوني تماس کې تاییدکړه چې د دې ولایت د برمل ولسوالۍ په توره وړۍ کې یو دولس میاشتنی ماشوم د پولیو ګوزڼ ناروغۍ وهلی دی: (( پېښه د اکتوبر په ۶مه شوې خو زموږ له ساحوي کلنیک سره یې راپور په ۲۸م اکتوبر ثبت شوی دی، دغه ماشوم ته د واکسینو څلور دوزونه ورکول شوي خو بیا هم په دې ناروغۍ اخته شوی دی.))

نوموړی وايي، د پکتیکا په برمل کې له لسو میاشتو راهیسې د پولیو کمپاین نه و شوی ځکه دغلته وسله والو طالبانو خلکو ته واکسین نه پرېښودل.

سږ کال تر دې وړاندې د پولیو اته پېښې په ارزګان، پنځه په هلمند، درې په کندهار، دوه په پکتیکا، یوه په کونړ او یوه پېښه یې په ننګرهار کې ثبت شوې وه.

په تېر ۲۰۱۸ کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۱ پېښې شوې وې، افغانستان، پاکستان او نایجریا د نړۍ یوازني هېوادونه دي چې پولیو ناروغي په کې له منځه نه ده تللې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *