تاند، چهار شنبه، د جدي ۴مه: د کرني وزارت وايي، سږ کال په افغانستان کې سږ کال د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی په کې راغلی.
د وزارت ویاند اکبر رستمي له تاند سره په خبرو کې وویل، سږ کال افغان بزګرانو له ۷ زره ۵۵۷ هکټاره په زعفرانو له کرل شوې ځمکې څخه ۱۹ زره ۴۶۹ کېلو ګرامه زعفران راټول کړي دي.
نوموړی وايي، په دې حساب سره د افغانستان د زعفرانو حاصلات ۲۲ سلنه لوړ شوي دي ځکه تېر کال په افغانستان کې ۶ زره او ۲۷۲ هکټاره ځمکه په ټول هېواد کې په زعفرانو کرل شوې وه چې ۱۶ ټنه حاصلات یې ورکړي وو: (( په هرات، بلخ، فاریاب، کندهار، فاریاب، ارزګان، دایکندي او سرپل هغه ولایتونه دې چې زیات زعفران په کې شوي دي، سږ کال په هرات کې ۷ زره هکټاره ځمکه په زعفرانو کرل شوې وه.))
د ښاغلي رستمي په خبره سږ کال په کابل، غزني، فاریاب او هرات ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس څلور مرکزونه مجهز شوي او له ۲ زرو زیات نارینه او ښځینه بزګر یې د زعفرانو د کښتونو په اړه روزلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان زعفران د بلجیم د ذایقې د انستیتوت لخوا د نړۍ اوله درجه زعفران اعلان شول چې په هیواد دننه یې بیه ۹۰ زره افغانۍ او له هېواده بهر یې د یو کېلو ګرام بیه ۱۴۰۰ ډالر ده.