تاند، سه شنبه، د جدي ۳مه: له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یونیسف وايي، په ۲۰۱۹ کال په ټول افغانستان کې د جګړو له کبله ۴۰۰ زره تنه بې کوره شوي دي.

د یونیسف د راپور له مخې د روان کال په لومړنیو لسو میاشتو کې ۱۴۹ تنه له طبیعي پېښو مړه شوي دي، څلور سوه زره تنه له جګړو بې کوره شوي او ۳۰۰ زره تنه له طبیعي پېښو متضرر شوي دي چې په ټوله کې یې ۳۹ زره کورونه هم ورسره تخریب شوي دي.

 د یونیسف ویاند سټیفن ډیوجریک وايي، راتلونکي کال ته به په افغانستان کې ۹ اعشاریه ۴ ملیونه تنه بشري مرستو ته شدیده اړتیا ولري چې له دې منځه به ۵۶ سلنه ماشومان وي: (( موږ هڅه کوو چې په ۲۰۲۰ کال کې ۷ اعشاریه ۱ میلیون افغانانو ته ۷۳۳ ملیونه ډالر مرسته برابره کړو.))

  دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د جګړو د زیاتوالي له کبله د یونیسف د راپور له مخې هره ورځ په اوسط ډول ۹ ماشومان یا وژل شوي او یا هم ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *