تاند، پنجشنبه، د دلوې ۲۴مه: د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، لا هم په افغانستان کې د زورواکانو د جنسي زورزیاتیو دوسیې نه څېړل کېږي او په دې برخه کې قانون تر پښو لاندې کېږي.

دغه سازمان پر افغان حکومت غږ کړی چې د جنسي زور زیاتي له قربانیانو سره دې له انصاف څخه کار واخلي، له هغوی سره دې مرسته وکړي او د شاهدانو د امنیت لپاره دې يې کافي اقدامات وکړي.

دغه سازمان وايي، افغان حکومت لا هم د فوټبال فدراسیون د دریو هغو لوړ پوړو چارواکو په نیونه کې پاتې راغلی چې د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې تورونه پرې لګېدلي دي.

د دې سازمان مشره پتروشیا ګوسمن وايي، په لوګر کې هم د ښوونځیو د ماشومانو د جنسي ځورونې د دوسیې افشاکوونکي د مرګ له ګواښ سره مخ دي: (( افغانستان کې له ډیر پخوا راهیسې د جنسي زور زیاتیو دوسیې څېړل یو سخت کار دی خو کله چې تورن کس زورواکی وي بیا دا موضوع لا پسې سختېږي، خو زه وایم دا د افغانانو لپاره لوی امتحان دی چې د لوګر پېښې او فوټبال فدراسیون د پېښو په اړه څه ډول اقدامات کوي؟))

اغلې ګوسمن په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په اړه د ګارډین د راپور په تړاو وايي، کیدای شي هلته رښتیا هم د ماشومانو نه جنسي استفاده شوې وي، خو دا خطرناکه ده چې د دې قضیې افشاکوونکي اوس له هر لوري ګواښل کېږي: (( مرستندویه هیوادونه باید پر افغان حکومت فشار واچوي چې په دې ډول پېښو کې ټولو تورنو کسانو سره قانوني چلند وکړي.))

نوموړې د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام الدین کریم په نه نیولو کې هم حکومت ملامته کړی دی چې پر هغه د فوټبالرانو د جنسي ځورونې تورونه جدي دي، خو حکومت نوموړی لا تر اوسه نه دی نیولي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې د فوټبال فدراسیون مشران تورن کړل چې له نجونو سره یې جنسي زور زیاتی کړی دی.

په دې تړاو د فوټبال نړیوال فدراسیون کلک اقدامات وکړل او د کرام الدین کریم د نیولو لپاره پلټونکی پلاوی په افغانستان کې هم وټاکل شو خو خو ویل کېږي چې د شمال ټلواله د هغه ملاتړ کوي.

همدا راز د لوګر د ښوونځیو د ماشومانو د جنسي ځورونې په دوسیه کې لویې څارنوالۍ، معارف وزارت، ولسي جرګې بیل بیل پلاوي جوړ کړي دي خو تر اوسه یې قضیه معلومه نه ده.

افغان حکومت ویلي وو چې د دغې راپور جوړوونکو په بهر کې د پناه اخیستلو لپاره داسې دوسیه راپورته کړې ده.

One thought on “افغانستان کې لا هم د زورواکانو د جنسي زورزیاتیو دوسیې پټې تېرېږي”
  1. د کومې موضوع په اړه چې دې یوې ادعا شوې قضیې په اصطلاح متضرر او قرباني شوی شخص خپله امنیتي ادارو او یا د بشر د حقوقو سازمانونو ته مراجعه نه وي کړي او عارض شوي نه وي ، داسې ادعاوي کاملا بې اساسې دي.
    مدعي غواړي پدې ډول سره څو هدفونه تر لاسه کړي:
    ۱ په کوم خارجي هېواد کې ځان ته د پناه غوښتولو دوسیه جوړه او ځان په مطبوعاتو کې مشهور کړي.
    ۲ د معارف او د ښوونځیو د دښمنانو لپاره داسې پلمې برابرې کړي چې زمونږ په بېرته پاته ټولنه کې زرګونه او میلیونونه ماشومان له خپل دغه اساسي حق نه محروم کړي.
    ۳ د خپلو رقیبانو د بدناموولو ، له دندو لرې کولو ، په یوه سیمه کې د اوسېدلو او حتي د ژوند له حقه د محرومولو لپاره تبلیغات وکړي.
    ۴ په کورنیو او نړیوالو مطبوعاتو کې د ځان د معرفي او مشهورکولو لپاره تبلیغاتي ګټه واخلي.
    بنا داسې ادعاوي باید جدي وڅېړل شي . که رښتیا داسې ناوړه پېښه شوي وي د شاهدانو او اسنادو په وړاندې کولو سره مجرمینو ته باید سنګینه جزا ورکړل شي . او که دا ادعاوې غلې ثابتې شي ، په هغه صورت کې مدعي ته د یوې ټولنې او اشخاصو دسپکاوي لپاره جزا ورکړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *